اسلام آباد 26 جنوري(اے پي پي) په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه محمد ظفرالحق وئيلي دي د سي پېك په ضد د هند پروپېګنډه ناكامه شوې٬ د ګلګت بلتستان پشمول د پاكستان څلور واړه صوبې دا مهمه تاريخي پروژه سر ته رسول غواړي٬ د لوېديز روټ ترسره كولو ته پام لرنه كېږي۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د پشين كېډټ كالج د زده ك??ون??و او ښ??ون??و 50 كسيزه پلاوي سره په پارلمان كښې د ملاقات په مهال وكړې۔ ده ووئيل د سي پېك په اړه د غلط تاثر خپرولو هڅه شوې خو داسې عناصر په خپلو ناوړه مقاصد?? كښې كامياب نه شول۔ ده ووئيل چين د څلورو واړو صوبو اعلٰي وزيران رابللي وو او ټولو صوبو په پروژه د اطمينان څرګندونه كړې او پوره ملاتړ ئې كړې۔ ده د زده ك??ون??و پلاوي ته تجويز وركړو چې د دې پروژې د لوېديز روټ څارنه وكړي۔ پلاوي د راجه ظفرالحق مننه وكړه او وې وئيل دې ملاقات سره زمونږ معلومات زيات شوي ۔ پلاوي د دستور كوڅې او د سېنېټ هال څارنه هم وكړه او دوي ته بريفنګ وركړے شو
د سي پېك په ضد د هند ډنډورې ناكامه شوې
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد