اسلام آباد 16 دسمبر (اے پي پي) ??زی??اعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي حکومت به د ميډيا د پېشه ورانه وظيفې ترسره كولو له ټولې ممكنه آسانۍ وركوي۔ وزيراعظم دا خبرې د آل پاكستان نيوز پېپرز سوسائټۍ(اے پي اېن اېس) او د کونسل آف پاکستان نیوز پېپر اېډیټرز (سي پي اېن اي) پلاويو سره خبرو كښې وك??ې چا چې د ګل په ورځ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره په ايوان وزيراعظم كښې جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د اے پي اېن اېس په پلاوي كښې سرمد علي، مجیب الرحمن شامي، حمید هارون، رمیزہ نظامي، مهتاب خان، عمر شامي، وسیم احمد، منیر ګېیلاني، خوشنود علي خان، جاوېد شمسي، هارون شاہ، سیّد ممتاز احمد، ممتاز طاهر، علي حسن، همایوں ګلزار او نور غړي دغسې د سي پي اېن اي په پلاوي كښې ضیاء شاهد، شاهین قرېشي، امتیاز عالم، اکرام سهګل، اعجاز الحق، جمیل اطهر، عارف نظامي، ډاک??ر جبار، وامق زبېري، کاظم خان، انور ساجدی، طاهر فاروق، رحمت رازي، ایاز خان او غلام نبي چانډیو شامل وو۔ پلاوي ميډيا انډسټرۍ ته پېښې مسئلې په ډاګه كړې۔ د ملاقات په مهال د قامي اهميت په چارو هم خبرې وشوې۔ ??زی??اعظم پلاويو ته باور وركړو چې د ميډيا د تنظيمونو لخوا په پورته كړې شويو مسئلو به مناسب غور كولې شي۔
حکومت به د ميډيا د پېشه ورانه وظيفې ترسره كولو له ټولې ممكنه آسانۍ وركوي
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ