اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ د هال دوره كړې ، سپيكر په دې موقع د كورونا وائرس نه بچ كېدو لپاره د شوو حفاظتي انتظاماتو جاج اغستے. د كورونا وائرس په تناظر كښې د قومي اسمبلۍ په هال كښې د قومي اسمبلۍ د غړو د چوكو په مېنځ كښې تر 2 ميټره سماجي فاصله ساتلې شوې. چارواكو په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر ته بريفنګ هم وركړو. د قومي اسمبلۍ سپيكر د قومي اسمبلۍ د جون په پنځمه نېټه د پېل شوې غونډې نه وړاندې د قومي اسمبلۍ هال، د ټولو چېمبرو او دفترو د فيومېګېشن كولو هدايت كړے ؤ۔ د سپيكر په امر د انتظاميې لخوا سي ډي دے ته د غونډې نه وړاندې د ټولو ضروري اقداماتو كولو امر شوے و.
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ