كاناډا كښې پاكستانۍ نژاد كورنۍ سره رامخې ته پېښه زړه دړدونكې ده٬ دا پېښه انفرادي نه بلكې د اسلامو فوبيا زياتېدونكے رجحان دے ۔ شاہ محمود قرېشي


اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قرېشي كاناډا كښې پاكستانۍ نژاد كورنۍ سره رامخې ته پېښه زړه دړدونكې ګرځولو سره وئيلي دي دا پېښه انفرادي فعل نه بلكې د اسلامو فوبيا زياتېدونكے د تشويش وړ رجحان دے، كه د بشري حقونو نړيوالو ادارو او نړيوالې ورورلۍ په دې لړ كښې موثره اقدامات ونه كړل نو د دې نه لا زياتې پېښې رامخې ته كېدې شي، د كاناډا واكدارانو له د ځپلې كورنۍ سره د يوالي څرګندونه پكار ده، مونږ تر ځائي وكدارانو د پاكستاني قام جذبات رسولي، وزيراعظم امر كړے چې اسلامي نړۍ دې په دې مسئله يو موټے شي او موثر غږ دې پورته كړي٬ په لويديزه نړۍ كښې د اسلامو فوبيا زياتېدونكي رجحان سره به نړيواله ټولنه تقسيم شي ۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې په كاناډا كښې د افسوس وړ رامخې ته شوې پېښې په اړه خپل پاليسي بيان كښې خارجه وزير شاہ محمود قرېشي ووئيل د جون په 7مه نيټه سهار وختي په اونټاريو كاناډا كښې د افسوس وړ پېښه رامخې ته شوې٬ چې پكښې د پاكستاني نژاد كنېډين كورنۍ 5 كسان ځپلې شوي چې پكښې څلور شهيدان او يو 9 كلن ماشوم په تشويشناك حالت كښې په روغتون كښې داخل دے۔ده ووئېل دا زړه دړدونكې پېښه ده٬ په ټورنټو كښې هائي كمشنر سره خبره شوې كوم تفصيلات چې ترلاسه شوي په اورېدو ئې سترګې نم كېږي٬ اټاپسي رپورټ له نه دې راغلے ٬ د راپور راتللو نه وړاندې څخه خبره نه كول غواړم۔ده ووئېل په لوېديزه نړۍ كښې د اسلامو فوبيا حملې زياتېږي٬ وزيراعظم څو ځله د دې ذكر كړے ٬ مونږ هم د نړيوالې ورورولۍ پام دې پلو راګرځولے٬ دا انفرادي عمل نه ٶ بلكې دا يو زياتېدونكې د تشويش وړ رجحان دے۔ ده ووئيل د نيوزي لېنډ په جومات كښې كسان شهيدان شول، د نيوزي لېنډ قام او وزيراعظم ِځپليو سره د يوالي څرګندونه كړې كومه چې د ډاډ وړ خبره ده٬ په برتانيه كښې په بې ګناه كسانو د چړو بريدونه وشول٬ ھغوي بې قصوره او هېڅ ګناه ئې نه وه٬ نېدرلېنډ كښې په توهين آميز خاكو د ټولې اسلامي نړۍ جذبات مجروح شوي٬فرانس كښې چې څه وشول ھغه د ټولو په وراندې دي۔ شاہ محمود قرېشي ووېيل نړيواله ټولنه تقسيم پلو روانه ده٬ په اروپا كښې 65 مېليونه مسلمانان مېشته دي٬ كاناډا كښې 2 مېليونه ٬ امريكا كښې 60 لكه نه زيات مسلمانان اوسېږي ۔ده ووئېل په لويديزه نړۍ كښې د اسلامو فوبيا زياتېدونكي رجحان سره به ټولنه تقسيم شي او پېښې به هم رامخې ته شي۔ ده ووئيل وزيراعظم ما ته وئيلي دي چې په دې معامله اسلامي نړۍ يو موټې كول پكار ده دغسې به زمونږ غږ اثر ولري٬ ټولې اسلامي نړۍ له په ګډه دې مسئلې ته كتنه پكار ده٬ هم دا قرارداد ما په ملګرو ملتونو كښې وړاندې كړے كوم چې منظور شوے۔ خارجه وزير ووئيل مونږ په ملګرو ملتونو كښې خپل مستقل استازي ته په دې لړ كښې نړيواله رائے قائمولو لپاره وئيلي دي۔ وزيراعظم په دې پېښه يو ټويټ هم كړېے ۔ ده ووېيل د كاناډا پوليس د پېښې نه سمدستي ورستو موقعې له رسېدلي ٬ زمونږ قونصل جنرل وړومبے شخصيت ٶ چا چې ځپللې كورنۍ سره رابطه كړې٬ دا په كركه آډانه جرم دے۔ ده ووئيل ځپلې كورنۍ د يو فزيو تهراپسټ كورنۍ وه څوك چې د لسو كالو راهسې هلته په امن سره اوسېدل٬ په دې پېښه كښې بنيادي عنصر د كركې ښكاري ٬ د دغې كورنۍ ګناه بس دا وه چې دوي كلمه ګو مسلمانان وو۔ده ووئېل ځپلې كورنۍ ېرېدلې ٬ ھغوي تعليم يافته خلق دي٬ تر څو چې ټول حقائق نه وي رامخې ته شوې خبره كول پكار نه ده٬ دوي په بنيادي توګه د لاهور اوسېدونكي وٶ او يو ورور ئې په اسټراليا كښې مېشته دے۔ د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو ټويټ كړے او وئيلي ئې دي چې د اسلامو فوبيا په اړه اقدامات كښې به زمونږ ملګرتيا كوي۔ د اونټاريو ولايت انتظاميې هم وئيلي دي زمونږ زړونه مات شوي٬ دا ډول پېښه دلته پكار نه ده٬ ما د كاناډا هائي كمشنرې وينډي ګلمور سره ليدلي او ھغې ته مې د پاكستاني قام جذبات ورسولي٬ ما هغې د نيوزي لېنډ د پېښې مثال وركړے چې وزيراعظمې او اولس د ځپلې كورنۍ سره د يوالي څرګندونه كړې۔ده ووئېل زما د شورو په ماښام د كاناډا وزيراعظم سره د ټېلي فوني خبرو لپاره رابطه شوې ۔ ده ووئيل د ازمېښت په دې وخت كښې د كاناډا واكدارانو له خپل كردار لوبول پكار دے ٬ مونږ ځپلې كورنۍ ته د مړو پاكستان ته د راوړلو وړاندېز كړے خو ھغوي خپل مړي په كاناډا كښې ښخوي٬ په كاناډا كښې مېشه مسلمانانو ته په جنازه كښې ګډون پكار دے۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيوالو ادارو له په دې لړ كښې خبره پكار ده۔ نړيوالې ميډيا له هم دا مسئله نظر انداز كول نه دي پكار ٬ د دې رجحان مخنيوي لپاره به په انساني بنيادنو مخ په وړاندې تګ وي ۔ د مسلم ليګ (ن) احسن اقبال په پېښه خپل غبرګون كښې ووئيل دا زړه دړدونكې پېښه ده او هر پاكستانے او مسلمان پرې غمژن دے۔ احسن اقبال ووئيل د اسلامو فوبيا پېښې رامخې ته كېږي او مونږ له به د دې پېښو نه زده كول وي او مونږ له به پخپل هېواد كښې د اقليتونو د حقونو تحفظ كول پكار وي دا زمونږ فرض دي۔۔ ده ووئېل كه دا ډول پېښه په پاكستان كښې رامخې ته شي نو دا به په پاكستان بريد وي۔ ده تجويز وركړو چې په دې او د اسلامو فوبيا په نورو پېښو قامي اسمبلۍ له بېن الپارلماني يونين سره رابطه كول پكار ده دغسې چې د ګردې نړۍ د پارلمانونو د لارې د دې پېښو مخنيوي لپاره په حقيقي معنو كښې هلې ځلې وكړې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر ووئيل زه به د خارجه وزارت او نورو اړوند شراكتدار سره د مشاورت نه پس ګام اخلم٬ ده د خارجه وزير او احسن اقبال تجويزونه ئې معقول او د غور وړ وګرځول۔ وفاقي وزير ووئيل په اسلامو فوبيا قام او پارلمان يو موټے دي ٬ سپيكر چې كومه لارښوونه وكړي خارجه وزارت به د ھغې له مخې كاروائي كوي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس