اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې كرپشن د سياسي٬معاشي٬سماجي٬كلتوري او د پرمختګ حق پشمول د ټولو بشري حقونو په لاره كښې تر ټولو لويې خنډ دے٬كرپشن ته به د بشري حقونو د مسئلې په توګه كتل وي٬د ملګرو ملتونو د 2030 ايجنډا او د كوټلې پرمختګ اهداف ترلاسه كولو لپاره زمونږ د كرپشن په ضد جنګ كول لازمي دې٬ په كومو هېوادونو كښې چې د غلا شوې دولت اېښودلې شوې هغوي دې لوټ كړې شوې اثاثې د شرطونو نه غېر خپلو هېوادونو له بېرته وركړي۔ده د زيارت په ورځ د كرپشن مقابلې او د هغې د بشري حقونو د ايجنډې ترلاسه كولو په عمل د مرتب شوې سختو اثراتو په سرخط د “او آئي سي”خپلواكه مستقل بشري حقونو كمېشن لخوا سېمينار ته وېنا كوله۔خارجه وزير ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان د وژن په رڼا كښې د كرپشن په ضد جنګ او د بشري حقونو تحفظ باوري كول ديدې ته زمونږ حكومت پام لرنه كوي٬ په رياستي ادارو د اولس باور مجروح كېږي او د قانون په حكمرانۍ اثر انداز كېږي٬كرپشن د سپيځلتيا٬احتساب او جواب وركولو ٬انصاف او منصفانه يو ډول موقعو وركولو اقدار په ضد دې٬د كرپشن په نتيجه كښې د پرمختلليو هېوادونو څخه ناجائز دولت په لويې مقدار كښې بهرنو هېواد ته ځي٬په دې د مستزاد معاشي خسارو لويې بوج پېدا كېږي۔خارجه وزير ووئيل منظم لوټ مار او ناجائز اثاثو غيرقانوني منتقل كول په پرمختللي اولس ګڼ منفي اثرات او نتيجې مرتب شوې۔په دې كښې كومه بله خبره نشته چې اولسي خزانے څخه غلا شوې دې دولت سره د تعمير او پرمختګ لپاره پكار حاجتونه پوره كيدې شول،اولس د غريبۍ خخه وېستلې كيدې شو، ماشومانو له تعليم وركړې كيدې شو،دې روپو سره د كورنيو حاجتونه او داروګان وركړې كيدې شول او ګڼ ژندونه بچ كيدې شول۔خارجه وزير ووئيل د کرپشن په ضد د ملګرو ملتونو کنونشن (يو۔اين۔سي۔اے۔سي) منظورولو 15 كاله شوې۔دا کنونشن هغه وخت د بډو اخستلو مخنيوې يواځنې نړيوال قانون دې ۔بايد مونږ د ملګرو ملتونو د بډو اخستلو مخنيوي کنونشن له مخې برآمد شوې ناجائز دولت په لړ كښې اضافي پروټوکول (ضابطے) امکان لارې هم ولټوو دغسې چې د دې نړيوال قانون معاونت ممکن شي۔خارجه وزير په ډاګه كړه چې د کرپشن ختمولو لپاره د پاکستان عزم او عهد واضحه او قوي دې
كرپشن ته به د بشري حقونو د مسئلې په توګه كتل وي۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د بشري حقونو كمېشن لخوا سېمينار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا