اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې هره لمحه د سفېد پوش طبقې د مشكلاتو احساس تكليف راكوي، د روژې په مياشت كښې د عام وګړي كشالې كمولو لپاره مو څه د ووړو او چينې د بېعو كمولو اعلان كړے. د شورو په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل چې هره لمحه دا احساس تكليف راكوي چې د معاشي بدحالې په اوسنيو حالاتو كښې د سفېد پوش طبقې كشالې كمولو لپاره مونږ څه كولې شو. ده ووئيل چې له بده مرغه چې مونږ ته قومي خزانه په قوم حالت كښې په لاس راغلے، هغه زما د دې خواهش پوره كولو جوګه نه ده خو بيا هم د روژې په مياشت كښې د عام وګړي كشالې كمولو لپاره مو څه د ووړو او چينې د بېعو كمولو اعلان كړے. وزيراعظم ووئيل چې باور دركوم چې د هېواد معاشي حالات ښه كولو لپاره به شپه ورځ كار كوو چې دغسې د خپل اولس د زيات نه زيات خدمت وكړے شو. انشاالله
هره لمحه د سفېد پوش طبقې د مشكلاتو احساس تكليف راكوي، د روژې په مياشت كښې د عام وګړي كشالې كمولو لپاره مو څه د ووړو او چينې د بېعو كمولو اعلان كړے. وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن