اسلام آباد 03 جنوري(اے پي پي) د كورنيو چارو و??اقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پاکستان كښې به چا له د عدم استحكام او اړي ګړي پېدا كولو اجازه ورنه كړې شي٬ پاكستان د ترهګرۍ ملا ماته كړې او د معاشي پرمختګ مزل ئې پېل كړې ٬ پاكستان يو خوداره او باعزته قام دے٬ خپل عزت به كله هم خرابولو له ورنه كړو٬ د پاکستان نه زيات څوك په افغانستان كښې د امن خوښي نه لري٬ د امريكائي اولس مشر ټرمپ بيان د پاكستاني قام قربانيو سره ټوقې دي٬ پاكستان كه په افغانستان كښې د پاللو ترهه ګرو مقابله نه وه كړې نو دا به ټولې منقطې لپاره خطر ٶ٬ امريكا دې ځان ??وه?? كړي ازغي ھغوي كرلي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د دهرنو او د مظاهرو مخنيوي لپاره د جوړ كړې اېنټي رائيټ فورس د تربيې بشپړېدو نه پس په دې لړ كښې د پوليس په مركزي دفتر كښې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د كال 2014 د دهرنو نه پس پوليس ته دا ډول فورس جوړولو امر شوے ٶ۔ ده ووئيل د سياسي بد??ون له امله د داخله وزارت ذمه واري ما ته لنډې مودې لپا??ه ترلاسه شوې خو و??ې بيا هم مې پوليسنګ جديدولو لپاره كار پېل كړې۔ وفاقي وزير ووئيل اسلام آباد پوليس په لږه موده كښې ډې??ه تربيه ترلاسه كړې ٬ د اسلام آباد پوليس ھغې كچې ته راوستل غ??اړ?? چې ھغه نورو صوبو ته تربيه وركوللې شي او مثالي جوړ كړي۔ده ووئيل د نېشنل اېكشن پلان له مخې رېپډ رسپانس فورس هم جوړ كړې شو كوم چې صوبو كښې خپل كردار لوبوي او په راتلونكې اونۍ كښې به د دې وړومبۍ ډله اسلام آباد كښې هم كار پېل كړي او د بلې ډلې تربيه روانه ده او دوه مياشتې به هغه هم كار پېل كړي۔ ده ووئيل اسلام آباد پولیس له جدیده ټېکنالوجي وركولو لپاره هم اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل په سېف سټي پروژه په اربونو روپۍ لګولې شوې خو ھغه بشپړه نه ٶه او د ملازمانو د كمي له امله يوازې تر مانيټرنګ سېل محدود وه خو مونږ ملازمانو برابر كړه او دې پروژې ته مو پراختيا وركړه۔ ده ووئېل پاکستان كښې به چا ته د عدم استحكام او اړي ګړي خپورولو اجازه ورنه كړې شي٬ پاكستان د ترهګرۍ ملا ماتولو سره د معاشي پرمختګ مزل پېل كړې ٬ پاكستانے يو خوداره او باعزته قام دے٬ خپل عزت به كله هم خرابولو له ورنه كړو۔ ده ووئيل پاکستان نه زيات څوك په افغانستان كښې د امن خوښي لرونكې بل هېواد نشته۔
پاکستان كښې به چا له د عدم استحكام او اړي ګړي راپېدا كولو اجازه ورنه كړې شي
مضمون کا ماخذ : میٹھا بونانزا