اسلام آ??اد 29 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د بشري حقونو تحفظ ٬ د اقلیتونو او د کمزورو طبقو حقونو له د ودې وركولو عزم سره سپارښتنه كړې چې د هېواد ټولو برخو څخه جبری مشقت په بشپړه توګه ختمولو لپاره دې ګامونه واغستلې شي، د شماریات ادارې څخه په ماشومانو د مشقت په اړه دې ټول هېواد كښ?? د سروے اهتمام وكړې شي۔ده دا سپارښتنه د نهې پھ ورځ جی اېس پی پلس په اړه د اعلیٰ پائې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه ۔ په غونډه كښ?? د بشري حقونو وزيرې شیریں مزاری، د اطلاعات ??زير چوهدری فواد حسېن، د كورنيو چارو دوهم وزير شهریار خان آفریدی، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد او سینئر چارواكو ګډون وكړو۔ وزیراعظم دا سپارښتنه هم وكړه چې کلبونو (اسلام آ??اد کلب، جمخانه وغیرہ) او اولسي ځايونو ته آزاد تګ راتګ محدود کوونكې ټول امتیازی سائن بورډز دې په سمدستي توګه اخوا كړې شي۔ وزیراعظم د شماریات ادارې ته سپارښتنه وكړه چې د ماشومانو مشقت په اړه ټول هېواد كښ?? سروے وكړي او دې نه پس داسې ماشومان د غريبۍ څخه خلاصولو او د هغوي د تعلیم باوري كولو لپاره له دې كوټلې تګلاره جوړه كړي۔په دې مهال وزیراعظم د تشدد مخنيوي ، د مرګ سزا محدود کولو ، د كورنو تشدد ختمولو او د بشري حقونو په اړه په نورو چارو د پیشرفت څخه خبر كړې شو۔ وزیراعظم خبر كړې شو چې په جبري توګه بې دركه كول د تعزير وړ ګرځولو لپاره د قانون سازۍ عمل روان دے٬ په دې لړ كښ?? به د پاكستان په ضابطه فوځداري كښ?? ضروري بدلون معرفي كولو عمل ډېر زر بشپړ كړې شي ۔۔ وزیراعظم ووئيل د بشري حقونو تحفظ او باورې كول زمونږ د مذهب او آئين مهمه برخه ده، ??کو??ت د بشري حقونو تحفظ ٬ د اقلیتونو او د ټولنې کمزورو طبقو حقونو لپاره لوظي دے
د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د جی اېس پی پلس په اړه د اعلیٰ پائې غونډه
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز