باغ 17جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د كوم ليډر روپۍ ، کاروبار او ګټي په بهر هېواد كښې وي هغه چري هم د مړاني څرګندونه نه شي كولې،كه زما روپۍ او جائيدادنه هم د هېواد څخه بهر وي نو ما به امريكې ته چري هم انكار نه شو كولې،د هند حكومت د آر اېس اېس نظريې ترمخه يواځي مقبوضه کشمير كښې ظلمونه نه كوي بلكه هند كښې مسلمانانو ، عيسائيانو او سکھانو پشمول په نورو اقليتونو ظلم كوي، پاکستان او آزاد کشمير خپلولي د کلمه طيبه په بنياد جوړه ده، قوم په يوه نظريه جوړيږي او كوم قوم كښې چې د قانون حکمراني نه وي هغه پرمختګ نه شي كولې، پاکستان فلاحي رياست جوړولو له هڅي كوو چې ترمخه ئې صحت کارډ، د سود نه غير قرضې او فني تعليم اقدامات كوو، نيا پاکستان سکيم ترمخه کمزور طبقو لپاره د كور جوړولو له قرضو وركول باوري كيږي۔د خالي په ورځ باغ آزاد کشمير كښې انتخابي جلسې ته خطاب کښې وزيراعظم عمران خان ووئيل پاکستان او آزاد کشمير خپلولي کلمه طيبه په بنياد ده كومه چې يوه بشپړه نظريه ده، د دې نظريې ذكر مو ستاسو په وړاندې ځكه وكړو چې قوم د يوي نظريې په بنياد جوړيږي۔ده ووئيل زمونږ آقا حضور ۖ د عرب قبيلي راجمع كولو سره د نړۍ امامت كړې، د كومې په شا چې هم دغه نظريه وه۔ده ووئيل د مدينې فلاحي رياست جوړيدو سره کر رياست كښې کمزور طبقو ذمه واري مو په غاړه اخستي كومه چې دې څخه وړاندې نه وه شوي۔ده ووئيل پاکستان څنګه جوړ شوي او مونږ د مقبوضه جمو او کشمير وګړو آزادي ولي غواړو ځكه چې د هغي خواب علامه اقبال ليدلې ؤ او قائداعظم هلي ځلي وي۔ده ووئيل مونږ هم د مديني رياست په طرز کمزور طبقو ښه والي او ښېګړي لپاره ګامونه پورته كوو چې ترمخه ئې په ټول هېواد كښې هيلتھ کارډز سکيم راوړو، کے پي کے كښې ټولو له هيلتھ کارډ وركړې شوي دغسې روان كال تر آخر به پنجاب او کشمير وګړو له هم هيلتھ انشورنس وركولې شي، كوم به چې غريو كورنيو لپاره يو لوئ نعمت وي ځكه چې څوك ناروغه شي نو د هغه ټوله كورنۍ غريبه شي، كه هغوي هيلتھ کارډ لري نو تر 10 لکهه روپو ويړيا درملني به كولې شي۔ده ووئيل دا د پاکستان فلاحي رياست جوړولو شروعات دي۔ده ووئيل د پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل نيا پاکستان هاؤسنګ سکيم راوړو چې ترمخه ئې بينك آرزاني قرضي وركوي۔ده ووئيل هېواد كښې کامياب پاکستان نوي پروګرام هم پيل شوي او د هېواد غريب طبقو له د سود نه غير قرضې به وركولې شي، ښارونو او كليو كښې به هر كورنۍ يو تن له د سود نه غير قرضه وركولې شي دغسې چې خپل كاروبار وكړي۔ وزيراعظم ووئيل دا په هېواد كښې په وړومبي ځل كيږي۔ده ووئيل دې نه ځانله هر كورنۍ كښې به يو تن له فني تعليم وركولې شي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان د مدينې رياست په طرز غريبانو ښېګړي له ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل مونږ په بيلو ښارونو كښې پناہ ځايونو آسانۍ وركړي دغسې چې خواري كښ د معاضې نه غير هلته شپه كوي او هغوي ته ويړيا خوراك ترلاسه كيږي۔ده ووئيل كله چې نبي کريمۖ د مدينې رياست بنياد كېښودلو او مسلمانانو د ټولي نړۍ امامت وكړو د هغي سبب انسانيت ښېګري وه۔ وزيراعظم ووئيل په چين كښې 30 كلونو پهم هال 70 کروړه وګړي غريبۍ خخه وېستلو سره خپل هېواد سپر پاور جوړ كړې۔ده ووئيل د انصاف نه غير كوم قوم پرمختګ نه شي كولې ځكه چې څوك هم د انصاف څخه بالاتر نشته او كوم قوم كښې چې انصاف نه وي هغه تباہ كيږي۔ ده ووئيل د حضرت علي (رض) قول دې چې د کفر نظام چليدې شي خو د طلم نه ځكه چې چرته انصاف نه وي هغه قومونه پرمختګ نه شي كولې۔ وزيراعظم ووئيل حکومت ختمولو لپاره دعويدار غواړي چې اين آر او راكړې شي او هغوي د اشرافيه او کمزور طبقو لپاره جلا جلا قانون غواړي۔ ده ووئيل پرمختللي هېوادونو كښې چې كله څوك ونيولې شي نو هغوي د اين آر او خبره كولو جرات نه شي كولې ځګه چې هلته ټولو لپاره يو قانون دې۔ ده ووئيل كوم هم هېواد د وسائل باوجود سوكاله كيدې نه شي تر څو چې هلته د قانون حکمراني نه وي۔ده ووئيل کلمه طيبه مونږ له د خود داري سبق راكوي او عام وكړې لوئ انسان او کمزور قوم عظيم قوم جوړوي هم دغه وجه ده چې د مديني رياست هم د خود داره وګړو ؤ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د امداد او قرضو په ځائې به په خپلو پښو ودريږو ځكه چې كوم هم قوم په سوال كولو عظيم نه شي جوړيدې۔ده ووئيل پاکستان به چا ته لاس نه نيسي بلكه غريب هېوادونو مرسته به كوو۔ د مقبوضه کشمير په اړه وزيراعظم ووئيل مونږ د مقبوضه خپلو ورڼو وياړ لرو كوم چې د ظلم په ضد ولاړ دي او د خود دارۍ څرګندونه كوي ، برہان واني په شان خود دار ځوانانو قربانۍ وركړي د كومو چې يواځي پاكستان نه بلكه ټوله نړۍ قدر كوي۔ ده ووئيل پاکستان د کشميريانو د صبر، طاقت او جذبې سره د ظلم په ضد ودريدو وياړ كوي۔ده ووئيل د هند وزيراعظم نريندر مودي چې كله په 5 اګست په کشمير نور ظلم پيل كړو نو چا ته هم نه وه معلومه چې کشميريان به دا وزغمي خو هغوي د خپل جذبي او ايمان سره خپلي هلي ځلي رواني وساتلې په دې مونږ هغوي ته سلام كوو،لوے څښتن د هر مشكل نه پس آسانۍ پيدا كوي، انشاء اللہ د کشميريانو ښه وخت نزدې دې۔ده ووئيل زه په ټوله نړغ كښې ستاسو سفير جوړيدو سرعه غږ پورته كوم۔ده ووئيل زما مرګ او ژوند پاکستان كښې دې۔ده ووئيل آزاد او مقبوضه کشمير ځوانان چې كومي مړاني سره د ظلم مقابله كوي هغوي چري هم داسې ډرپوك او وړوكې تن خپل ليډر نه شي منلې۔ وزيراعظم د خپل خطاب په آخر كښې د پاکستان تحريك انصاف کانديدانو نامي واخستلې او ګډون كونكو ته ئې ووئيل په 25 تاريخ په بيټ (بلے) مهر لګولو سره د بدلون ثبوت وركړئ۔
د كوم ليډر روپۍ ، کاروبار او ګټي چې بهر هېواد كښې وي هغه چري هم د مړاني څرګندونه نه شي كولې، كه زما روپۍ يا جائيدادونه هم هېواد څخه بهر ؤ نو ما به امريکې ته چري هم انکار نه شو كولې، وزيراعظم عمران خان باغ آزاد کشمير كښې انتخابي جلسې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria