اسلام آباد 15 اګست (اے پی پی) د تعليم او وظيفه اي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي چې د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل داسې نصاب راوړل كېږي كوم به چې د ټول هېواد په سكولونو او مدرسو كښې نافذ شي، دا به په نجي ، سركاري او د انګلش مېډيم په سكولونو كښې هم نافذ كېږي، ټولو لپاره به يو ډول نصاب وي. د وړومبي ټولګي نه تر پنځم ماډل ټېكس بكس تيار كړې شوي دي، څوك چې د دې نه استفاده كول غواړي، هغه دې واخلي، نصاب ټاكل شوے، دا نصاب به په ټول هېواد كښې نافذ كولې شي. وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د دې پرانسته كوي. د اتوار په ورځ خبري كانفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې په دې خوشحاله يم چې مونږ د خپل منشور له مخې د نصاب كار ترسره كړے. ده ووئيل چې يو ډول نصاب ځكه ضروري دے چې د تعليم اوسنې نظام د ناانصافې په بنياد دے چې پكښې يوه وړه طبقه خاص تعليم ترسره كولو سره په ژوند كښې د پراخا موقعو څخه استفاده كوي او زيات خلق د دې څخه محروم پاتې شي. ده ووئيل چې د 70 نه تر 75 فيصده د سركاري سكولونو او مدرسو ماشومان ډېرو ستونزو سره مخ وي، دوهمه وجه د تعليمي نظام په وجه د ټولنې تقسيم دے كوم چې ختمول غواړو. ده ووئيل چې كه چرته تعليمي نصاب مختلف وي نو په ټولنه كښې ستونزې پېدا كېږي، كله چې زمونږ اقدار شريك وي نو زمونږ تاثرات به هم شريك وي او د دې په نتيجه كښې به د قوميت جذبه پېدا شي. ده ووئيل چې د نړۍ په لويو لويو هېوادونو كښې قومي نصاب وي كوم چې مونږ په 74 كلونو كښې نه و جوړ كړے.
د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل داسې نصاب راوړل كېږي كوم به چې د ټول هېواد په سكولونو او مدرسو كښې نافذ شي. شفقت محمود
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha