اسلام آباد۔18اپریل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې قرآن پاك ټول انسانيت لپاره د لارښودنې ذريعه ده او د دې په تعليماتو عمل كولو س??ه اسلامي نړۍ په پېښو چېلنجونو او س??ونزو قابو موندلې شي٬ د قرآن كريم د ځانګړې نسخو نندارتون به زمونږ راتلونكې كول اسلا??ي اقدارو او رواياتو څخه خبر كړي٬ پاكستان ايران سره خپلو پخوانو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په قومي اسمبلي سېکرټرېټ كښې د آئین ګولډن جوبلی دستورو په لړ كښې د مرکز تحقیقات فارسی ایران و پاکستان او د ایرانی کلچر قونصلیټ په مرسته د قرآن پاك ځانګړې نسخو نندارتون په مهال وكړه۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د رمضان المبارك په 27 مه روژه دا نندارتون د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د 1973 متفقه آئين په اسلا??ي او جمهوري اقدارو اډانه او قرآن او سنت سره بشپړه همغږي لري۔ په پاكستان كښې د ايران سفير سید محمد علی ووئيل ايران پاكستان سره په شريك اسلامي كلتور او رواياتو اډانه لرونكې په زړه پورې اړيكې لري۔ ده د دې نندارتون په كولو د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف مننه وكړه۔ وروستو د ميډيا استازو ته د يوې پوښتنې په ځواب كښې راجه پروېز اشرف ووئيل د ایران او س??ودی عربستان ترمينځه اړيكې سيمه ايز امن او پرمختګ لپاره مهمې دي۔ ده ووئيل په دې اړيكو كښې مثبت پېشرفت اسلامي نړۍ لپاره يو نېك فال دے۔
قرآن پاك ټول انسانيت لپاره د لارښودنې ذريعه ده٬ راجه پروېز اشرف
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار