اسلام آباد۔8اپرېل(اے پی پی) د سېنېټ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ چيئرمېن فېصل جاوېد خان وئيلي دي په ظاهر كښې خو اپوزيشن دا ويني چې هغوي ګټلې ده خو داسې نه ده٬ كپتان به كله هم خپل اولس مايوسه نه كړي۔ د جمعې په ورځ په خپل ټويټ كښې ده ووئيل عمران خان د چېلنجونو مقابله كولې شيِ۔ ده ووئيل اپوزيشن ته داسې ښكاري لكه هغوي بريالي شوي دي خو داسې نه ده٬ دوئي ته ماتې شوې ده ٬ د دوئي شيرينۍ يو وارې بيا ضائع شوي۔ ده ووئيل راتلونكې وخت به دا وښائي چې قوم پرېكړه كړې ده۔ كپتان به نن قوم ته مهم خطاب كوي ٬ هغه به خپل قوم كله هم مايوسه نه كړي۔
مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔