اسلام آباد۔7مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان د سعودي عربستان دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړيكو كښې نوې جهت په نظر راشي۔ ګرده نړۍ كښې كار كوؤنكو لپاره د وزيراعظم په پاكستاني مزدور دوست پالېسۍ د اپوزيشن ټكونه د پوهې نه بهر دي۔ اپوزیشن سمندر پورې پاكستاني وګړو ته د ووټ حق وركولو ٬ د ټاكنو اصلاحات او د قانون سازۍ په شمول د هر ښه كار مخالفت كوي۔ حلقه اېن اے 249 كښې د ری کائونټنګ نه ٬ بلكه مسئله د ري پول ده۔ د ري پول په اړه د پی ټی آئی په دريځ نن نون ليګ ولاړ ښكاري۔ كه اپوزيشن جدي كردار ترسره كړي نو يو داسې انتخابي نظام رامخې ته كولو كښې به كامياب شؤ كوم نه وروسته به چې هره يوه رامخې ته كېدونكې نتيجه هر چا لپاره د قبولو وړ وي۔ هغه د جمعې په ورځ د تجارت صلاحكار عبد الرزاق داؤد سره په ګډه پاك چائنا فرېنډ شپ سېنټر كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ هغه ووئيل وزيراعظم د سعودي عربستان دوره كوؤنكے دے او د هغه دې دورې سره به نورو هېوادونو سره اړيكې مضبوطې او لا ژورې شي او په دې كښې به يو نوے جهت رامخے ته شي۔ هغه ووئيل د سعودي ولي عهد ايران سره د اړيكو ښه كولو خبره خوشبينه ده۔ هغه ووئيل وزیراعظم عمران خان هغه اولنے حكمران دے كوم چې د سعودي عربستان او ايران ترمينځھ د ښه اړيكو خبره كړې وه۔ هغه ووئيل نن د اپوزيشن لخوا د ټكونو په ليدلو حېرانه شوې يؤ۔ هغه ووئيل وزيراعظم په سفيرانو زور راوړے چې هغوي دې پاكستاني خواري كښو ته آسانۍ وركړي۔ هغه ووئيل د هېواد وزيراعظم په اولني ځل د اشرافیه او طاقتورې ډلې په ځائې د مزدورانو ډلې سره ولاړ دے۔ په بهر هېواد كښې پرله پسې جنسي تشدد سره د مخ كړې شوې مېرمنې مرستې كولو په ځائې د هغې هېواد ته رالېږلو ٬ د مزدور ډلې مخه نيولو له كانړي اېښودلو سره د لارې بندؤنكو سفارتكارو په ضد جدي شكايات كه وزيراعظم نه اوري نو دا به څوك اوري۔ هغه ووئيل د كووډ۔ 19 وبا په مهال بهر هېوادونو څخه د پاكستاني وګړو هېواد ته راوړلو او ښه كارونو كښې د سفارتخانو د پياوړي كردار ستائنه كوؤ ولې د اولسي شكايتونو به كومه سودا كولې نه شي۔ هغه ووئيل حلقه اېن اے 249 كښې د كوم بېګ سيل محفوظ نه دے۔ فارم 46 هم غائب دے۔ نن (ن) لیګ هم د پي ټي آئي ري پول دريځ سره ولاړ دے۔ هغه ووئيل اپوزيشن كه د سنجيدكۍ معامله وكړي نو يو ښه او د عمل وړ انتخابي نظام راوړلے شؤ۔ وفاقی وزیر ووئيل د لوئے څښتن په فضل كابينې د جرنلسټ پروټېكشن اېكټ منظوري وركړې ده۔ په اولني ځل د خبريال ذريعې محفوظ كړې شوي دي۔ څوك د ذريعو په اړه پوښتنه كولې نه شي۔ يوه اداره جوړولې شي كومه كښې به چې د خبريالانو مسئلې اورېدلې او حل كولې شي۔ هغه ووئيل د وړوكي اختر نه وړاندې وفاقي حكومت د اشتهارونو په مد كښې ميډيا هاؤس ته 40 كروړه روپۍ ادا كړې دي۔ هيله ده چې د خبريالانو او ميډيا وركرز د تنخاګانو به هېڅ مسئله نه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل چې د پی ټی آئی حکومت دوه لويې وعدې وې يوه د يو كروړ نوكرو وركولو او دويمه د 50 لكه كورونو جوړولو۔ په نوكرو ډېټا راجمع كولې شي كومه به چې ډېره زر اولس ته وړاندې كړې شي۔ په دوه نيم كاله كښې 11 نيم لكه وګړو ته بهر هېوادونو كښې د ملازمت آسانۍ وركړې شوې۔ هغه ووئيل د سركاري څانګې ترسېوري لاندې د زرګونو په شمېر كورونه جوړولې شي۔ د 52 اربه روپو قرضې ترلاسه كولو له درخواستونه ترلاسه شوي دي۔ تر دې دمه 12 اربه روپۍ ريليز كړې شوي دي۔ د روان كال په مهال به لوئې شمېر كورونه جوړؤ۔ هغه ووئيل تعميراتي صنعت پرمختګ كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل وزيراعظم د سعودي عربستان سفارتخانې عملې په ضد د پلټنيو ټاسك وزیراعظم انسپکشن کمېشن ته سپارلے دے كوم به چې 15 ورځو كښې رپورټ وركوي۔
د وزيراعظم د سعودي عربستان دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي۔ اپوزيشن دې فعاله انتخابي نظام رامخې ته كولو كښې مرسته وكړي۔ په حلقه 249 كښې د ري كاؤنټنګ نه ٬ د ري پول مسئله ده۔ ميډيا هاؤسز ته مو 40 كروړه روپۍ وركړې۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر