اسلام آباد 30 نومبر (اے پي پ??) د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کھر وئيلي دي پاکستان او ترکيه راتلونكو درېو كالو كښې د شريك تجارت تر پنځه اربه ډالرو د رسولو عزم كړے، د دواړو هېوادونو اولس ترمېنځه د ورورولۍ اړيكې قائم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د پاکستان او ترکيه ترمېنځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګري پحقله د شورو په ورځ په جناح كنونشن كښې دستورې ته د خاص مېلمنې په توګه وېنا كښې كړي ۔ ?? ترکيه سفير مهمت پچاجي پشمول د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو هم په دستوره كښې ګډون كولو ۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې حنا رباني كهر ووئيل پاکستان او ترکيه د تجارت پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكې زياتوي ٬ تركيه د اوسني سېلاب په مهال د پاكستان بشپړه مرسته كړې، په پاکستان كښې د كال 2010 سېلاب په مهال هم ?? تركيه مرسته او خدمات د ستائنې وړ دي او ترکيه د كال 2005 زلزلې په مهال هم د زړه د اخلا??ه د پاكستان مرسته كړې۔ حنا رباني کھر ووئيل د پاكستان اولس سېل لپاره تركيه ته ځي٬ تركيه سره ستراتېژك اړيكې د نړۍ د نورو هېوادونو نه جلا دي۔ حنا رباني کھر ووئيل په معاشي او سياسي ډګر تل د پاكستان معاونت كړے او د دواړو هېوادونو ترمېنځه مثالي اولس روابط موجود دي۔ دې ووئيل وزيراعظم سږ كال جون او نومبر كښې ?? تركيه دوره كړې او د ملجم پي اېن اېس خېبر ئې مشتركه پرانسته هم كړې۔ دې ووئيل په اګست كال 2022 كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت د سامان لوظنامه شوې چې مقصد ئې 5 اربه ډالره دوه اړخيزه تجارتي هدف سر كول دي۔ د دې نه وراندې د پاكستان او تركيه سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په مناسبت سره په جناح کنونشن سينټر اسلام آباد كښې د يو كلچرل نائټ اهتمام شوے چې پكښې حنا رباني کھر د خاص مېلمنې په توګه ګډون كړے ۔ د دې نه وړاندې د دواړو هېوادونو د سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په موقع د دواړو هېوادونو په خارجه وزارتونو كښې په يو وخت د شجركاۍ تابيا هم وشوه ۔ په اسلام آباد كښې بوټے حنا رباني کھر او ?? ترکيه سفير په مشتركه توګه نال كړو او ?? تركيه نائب خارجه وزير فاروق کېماچي او په ترکيه كښې د پاکستان سفير ډاکټر يوسف جنېد په انقره كښې بوټے نال كړو
پاکستان او ترکيه راتلونكو درېو كالو كښې د شريك تجارت حجم تر پنځه اربه ډالرو رسولو له عزم، د حنا رباني کھر د پاکستان او ترکيه د سفارتي اړيكو په اړه دستورې ته وېنا
Wolf Gold APP game official website
مضمون کا ماخذ : estatísticas quina