اسلام آباد۔15فروری(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي بليو اكانومي به د معاشي پرمختګ محور او مركز جوړول وي۔ پاكستان په دې خبره پوهه دے چې د نړۍ د سمندرونو حفاظت څومره مهم دے۔ دې نېك مقصد لپاره پاكستان ټولو دوستانو هېوادونو او د ګردې نړۍ اړوندو ډلو سره مرستې او همكارۍ له چمتو دے۔ انټرنېشنل بلیو اکانومی د 24 ټریلین امریکائي ډالره نه د زيات ماليت صلاحيت لري۔ پاكستان كښې سمندري سېلګرۍ ملكي معيشت ته 4 اربه امريكائي ډالره وركولې شي۔ سي پېك او د ګوادر بندرځائې پرمختګ ګېم چېنجر منصوبې دي۔ د انتها خوښي هندوتوا سوچ لاندې د هند جنګي جنون او جارحانه پالېسيو نړيوال او سيمه ايز امن د مستقل خطرات سره مخ كړے ۔ په سوئيلي آسيا كښې كومه هم پوځي شخړه به د منطقې استحكام له مينځه يوسي۔ د نهې په ورځ كراچۍ كښې انټرنېشنل میری ټائم کانفرنس (آئی۔اېم۔سی۔2021) ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كښې خارجه وزير پاك بحريه ته مباركي وركولو سره ووئيل پاك بحريه كال 2007 نه هر دوه كاله پس د “امن” په نامه د ګڼو هېواديوو د مشقونو پرله پسې د كوربتوب درناوې ترلاسه كوي۔ د كال 2007 په مقابل كښې دې مشقونو كښې د برخه اخستوونكو هېوادونو شمېره 28 نه 40 ته رسېدلې ۔ خارجه وزير ووئيل د بليو اكانومي معيشت يو نوے تصور دے۔ تل پاتې بليو اكانومي د موجوده او رارون كول په ګټه او د معاشي او سماجي مېوؤ ترلاسه كولو لپاره بنيادي اهميت لري۔ د معاشي پوهانو له مخې بليو اكانومي د 24 ټريلين امريكائي ډالرو نه د زيات ماليت صلاحيت لري۔ دې سره سره دا د دې منطقې په راتلونكو لسيزو بلها مثبت اثرات مرتب كولې شي۔ هغه ووئيل بحيره هند د شريكې مرستې او همكارۍ غوره موقع لرې ولې جیو سټرټېجک زغل او د ځينو هېوادونو په پوځي غلبه كښې خوښۍ لرلو دا صلاحيت زيات ځپلے۔ په خاص توګه د انتها خوښي هندوتوا سوچ لاندې د هند جنګي جنون او جارحانه پالېسيو نړيوال او سيمه ايز امن ته مستقل خطرات رامخې ته كري ۔ خارجه وزير ووئيل نړيوالې ورورولۍ له به دا حقيقت محسوسول وي چې سوئيلي آسيا كښې كومه هم پوځي شخړه د سيمې استحكام له مينځه وړلے شي چې ورسره نړيوال تجارت او سلامتيا ته زيان رسېدے شي۔ خارجه وزير ووئيل 1000 كلوميټره ساحلي پټۍ او پراخا مخصوص معاشي زون لرلو سره پاكستان يو مهم بحري رياست دے۔ د پاکستان بحری خپلواكي په دوه لکه نوے زره مربع كلوميټره محيط ده كومه چې د مېن لنېډ نزدې 36.4 فیصده ده۔ د پاكستان بحري سيمې د حياتياتي او سپېځلو وسائلو نه ډكې دي۔ هغه ووئيل مونږ په دې وياړ لرؤ چې پاك بحريه د پاكستان ساحل او سمندري سيمو ته د پېښو خطرو فعاله مخنيوې كوي دغسې چې سمندري لارې د غېر قانوني هلو ځلو او د ناوړه ارادو لرونكو عناصرو نه پاكې وساتلې شي۔ خارجه وزير ووئيل د امن او سلامتيا ودې له د هڅو په كولو د پاك سمندري ځواك تل ستائنه كولې شي۔۔ خارجه وزير ووئيل چین پاکستان اقتصادي راهداري (سی پېک) او د ګوادر بندرځائې پرمختګ ګېم چېنجر منصوبې دي چې ورسره د پاكستان جيو اكنامك اهميت زيات شوے۔ خارجه وزير ووئيل كال 2020 د بليو اكانومي معیشت“ كال ګرځولے شوے۔ كوم چې زمونږ د حكومت لخوا د دې څانګې د بشپړه صلاحيت رامخې ته كولو يوه هڅه وه دغسې چې دا صلاحيت د هېواد تل پاتي پرمختګ او د معاشي شرح نمو زياتولو لپاره وكارولې شي۔ خارجه وزير ووئيل د يوې اندازې له مخې پاكستان كښې سمندري سېلګري معيشت ته 4 اربه امريكائي ډالر وركولې شي خو دا مهال د دې برخه د نيشت برابر ده۔ هغه ووئيل پاكستان مېنګرووز لرونكې د نړۍ 6 م لوئي هېواد دے۔ په مېنګرووز اډانه لرونكے صنعت هر كال 20 ملین ډالره وركولې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل بليو اكانومي به د معاشي پرمختګ محور او مركز جوړول وي۔ په دې لړ كښې ضروري ده چې د همكارۍ د لارې اجتماعي هڅې وكړې شي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د سمندرونو محفوظه جوړولو اهميت نه خبر دے۔ دا د ټول انسانيت شريك ميراث دے۔
بليو اكانومي به د معاشي پرمختګ محور او مركز جوړول وي۔ خارجه وزير
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام