اسلام آباد۔12نومبر(اے پی پی)د ازبکستان دوهم وزيراعظم او د سېلګرۍ او كلتوري ورثې وزير عزيز عبد الحكيموف وئيلي دي پاک۔ازبکستان نېغ په نېغه فضائي آپرېشن به ډېر زر پېل شي چې ورسره به دوه اړخيزه اقتصادي او سېلګريزې اړ??كې وده و??ومي۔ د ازبکستان دوهم وزيراعظم او د كلتوري ورثې او سېلګرۍ وزير اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل په اولني پړاؤ كښی به د ازبكستان سمرقند ښار څخه لاهور دوهم پړاؤ كښې د تاشقند او خیوا په شمول د ازبكستان نورو ښارونو څخه كراچۍ او اسلام آباد لپاره نېغ په نېغ?? پروازونه پېل شي۔ ده و??ئيل دې سره به دوه اړخيزه تجارتي او د سېلګرۍ په كچه اړ??كې سوا شي او د دواړو هېوادونو اولس يو بل ته نزدې كولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ ده و??ئيل په ازبكستان كښې كېدونكي ټورازم کنفرنس سره به نه يوازې پاكستان بلكې د ګردې نړۍ اسلامي هېوادونو سره د سېلګرۍ اړ??كو كښې اضافه وشي۔ ده و??ئيل په ازبكستان كښې د اسلامي سياحت زيات صلاحيت دې كوم څخه چې د اسلامي نړۍ سېلګري استفاده كولې شي۔ ده و??ئيل د حضرت امام بخاری په شمول د مسلمانانو اولياﺀ كرامو مزارونه په ازبكستان كښې دي د كومو زيارت له چې هر كال د لكھونو په شمېر مسلمانان راځي۔ ده و??ئيل د ازبكستان صدر شوكت مرزايوف د ويژن له مخې سېلګري د ازبكستان په معيشت كښې زيات اهميت لري او دې پلو خاص پام ګرځولې شي۔ ده و??ئيل د تېرې مياشتې تر 30 مې نېټې په تېرو 10 مياشتو كښې 3.6 ملين سېلګرو د ازبكستان دوره و??ړه او په راروانو دوه مياشتو كښې ددې شمېرې 50 لكه ته د رسېدو امكان دے۔ ده و??ئيل ثمرقند د ازبکستان د سېلګرۍ مركز دے ٬ دلته د سېلګرۍ بلها موقعې دي۔ ده و??ئيل دل??ه مونږ عصري آسانۍ او هر ډول انفراسټركچر وركوؤ چې ورسره به ځائي سېلګري سوا شي۔ ده و??ئيل ثمرقند د اسلامي كلتور او سائنس نړيوال مركز دې چرته چې عظيمو سائنسمدارو او د عمرانيات پوهانو او په نړيواله كچه نوموړو اسكالرو سترګې غړولې وي۔
پاک۔ازبک فضائي آپرېشن به ډېر زر پېل شي٬ دوهم وزيراعظم عزيزعبد الحكيموف
Ganesha Treasure APP download link
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ