اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د پاکستان مسلم ليګ (ن) نائب صدرې مريم نواز وئيلي دي د عمران خان پارټ ټائم لانګ مارچ د چلېدو نه وړاندې ناكامه شوے٬ كومه ډله به د هېواد په چارو كښې لاس وهنې ته نه پرېږدو، د عمران خان او د حکومت ترمېنځه په كومه سطح خبرې نه كېږي٬ خبرې اترې يواځې په دې خبره پكار دي چې په هېواد كښئ شر خپور نه شي٬ شهباز شريف به د نوي سرلښكر ټاكنه د وزيراعظم په حېث كوي، دې سره د عمران خان هېڅ كار نشته٬ د ادارو په سياست كښې د مداخلت نه كولو پرېكړه خوشبينه ده ٬ په نواز شريف يو تور نه دے ثابت شوے٬ ھغ?? به ډېر زر د اولس تر مېنځه موجود وي ۔ د نهې په ورځ په لندن كښې د پرېس كنفرنس په پېل كښې د نجي ټي وي چېنل رپورټرې صدف نعيم په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره دې ??وئ??ل ھغې د خپل فرض په ترسره كولو شهيده شوې ۔ په لانګ مارچ خبره كولو كښې دې ??وئ??ل د مارچ هېڅ قامي مقصد نشته ٬ په بې دړدۍ د قام پېسه خرڅ كول او د قام وسائل لوټ كول د مجرمانه ذهنيت عكاسي ده ، څلور كاله دا فتنه په حكومت كښې وه٬ سفارتي اړيكې٬ معيشت، ګورننس، سره سره هره څانګه اوګورۍ پكښې تباهي شوې ٬ دې ووئېل په څلورو كالو كښې د هېواد قرض زيات شوے٬ ګراني زياته شوې ٬ ده له خو خبره هم نه وه پكار لا د جلوس سره سړكونو ته راوتے دے۔ دې ??وئ??ل د لانګ مارچ حفاظت لپاره چې څومره كسان لګولې شوي دومره خو د ده په مارچ كښې هم نشته٬ مارچ څخه اولس لاتعلق دے ځكه چې د ده اصلي څېره ښكاره شوې، لانګ مارچ د ده اخري پلان ٶ٬ وړومبے ئې د سازش ناسمه بيانيه جوړه كړه او د فشار اچولو هڅه ئې وكړه، په جلسو كښې به ئې د الېكشن زر كولو د دروغو مطالبه كوله خو د ده اصل هدف په نومبر كښې د پوځ د نوي سرلښكر تقرري وه ځكه چې ځينې خلقو ورته ښوونه كوله د چا آخري تكيه چې عمران خان ٶ۔ مريم نواز ??وئ??ل د ده هم دا يو هدف دے لكه څنګه چې نواز شريف خپل ټويټس كښې وئيلي وٶ چې په نومبر كښې د سرلښكر په تقررۍ كښې خنډان راولاړول غواړي۔ دې ??وئ??ل شهباز شريف به د وزيراعظم په حېث د نوي سرلښكر تقرر كوي٬ دې كښې د عمران خان هېڅ كار نشته٬ دا تقرري به په ښه ډول كېږي۔ دې ??وئ??ل په سفاكۍ او چالاكۍ سره ئې ډېر دروغ وئيلي٬ ھغ?? داسې دروغ وٶ چې د پاكستان سېكورټي٬ سلامتيا او بهر هېوادونو سره اړيكې او د پاكستان استحكام په داٶ ولګولې شو٬ دروغ دومره سنګين وٶ چې ډي جي آئي اېس آئي قام ته رښتيا وړاندې كړل٬ ??ې ووئېل عمران خان د شپې په ښپو پرېوتے او په رڼا ورځ ئې د هغوي ګرېوانونه نيولي۔ مريم نواز ??وئ??ل د چيف اليکشن کمشنر په اړه چې كومې خبرې كوي٬ په داسې خبرو ده له شرم پكار دے٬ حالانكه الېكشن كمشنر حقائق قام ته وړاندې كړي تا غلا او مني لانډرنګ كړے او د توشه خانه مال دې لوټ كړے، اوس وائي چې د هرجانې دعوٰې به كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ??وئ??ل د ادارو په سياست كښې مداخلت نه كولو پرېكړه خوشبينه ده٬ هم دا د دوي بنيادي ذمه واري ده او هم دا د دوي آئيني كردار دے ٬ دې پرېكړې سره د نواز شريف بيانيه كاميابه شوې۔ د لانګ مارچ پحقله د يوې پوښتنې په ځواب دې ??وئ??ل په مارچ كښې كه د دوه زره٬ شل زره يا د دوه لكه كسان هم راولي خو خبره به ئې نه اورو د يوې پوښتنې په ځواب مريم نواز ??وئ??ل نواز شريف نه يواځې په انتخابي مېدان كښې بلكې په پارلمان كښې هم ده ته ماتې وركړې، په آئيني طريقه ئې حكومت ختم شوے او نواز شريف بريالے شوے۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ??وئ??ل زما د اپيل چې كومه پرېكړه راغلې په ھغې كښې نه يواځې زما بې ګناهي ثابت شوې بلكې د نواز شريف بې ګناهي هم ثابت شوې ٬ ججز دا خبره كړې چې نواز شريف چې كوم تورونه لګولي ھغ?? ثابت نه كړے شول
د عمران خان پارټ ټائم لانګ مارچ د چلېدو نه وړاندې ناكامه شو٬ كومه ډله به د هېواد په چارو كښې لاس وهنې ته نه پرېږدو،په نواز شريف يو تور نه دے ثابت شوے٬ ھغه به ډېر زر د اولس تر مېنځه موجود وي۔ مريم نواز
Blackjack Hall Official Entertainment
مضمون کا ماخذ : جنگل وائلڈ