تله ګنګ /پینډي18مارچ(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د پاك پوځ مېړنو ځوانانو او افسرانو د هېواد بقاﺀ په خاطر ?? خپلوځانونو قربانۍ وركړي٬ ټول قام د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ناسور تر خاتمې ?? خپل پوځ سره اوږه په ولاړ دے٬د شهيدانو كورنۍ د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي ٬ټول قام به د شهيدانو قربانۍ تل ياد ساتي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ مير علي٬شمالي وزيرستان ??ښې د ترهه ګرو سره په بهادرۍ سره مقابله كولو كښې د شهيد شوي كيپټن محمد احمد بدر كور ټمن(تله ګنګ)ته د تللو په موقع د شهيد والدين او كورنۍ سره د غمرازۍ كولو په مهال كړې۔په دې موقع د دفاع وفاقي وزير خواجه آصف او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔وزيراعظم د شهيد پلار ځان ته رانزدې كړو او د هغه همت٬حوصله ٬جذبه او استقامت ئې وستائېلو۔د شهيد والدين او كورنۍ سره غمرازي كښې وزيراعظم پخپله هم د سترګو نه اوښكې لاړی٬وزيراعظم د كيپټن احمد بدر شهيد بخښنې لپاره فاتحه خواني وكړه او د هغه والدين او كورنۍ ته ئې دلاسه وركړه۔وزيراعظم ووئيل لېفټيننټ كرنل سيد كاشف علي شهيد٬كيپټن احمد بدر شهيد او نورو شهيدانو په جرات او بهادرۍ سره د قام سر په وياړ هسك كړے٬ ده ووئېل شهيدانو په بهادرۍ او جرات سره د ترهه ګرو مقابله كړی٬كيپټن احمد بدر شهيد او نور شهيدان د قام د دعا مستحق دي٬ټول قوم به تل د هغوي قربانۍ ياد ساتي۔وزيراعظم ووئيل د پاك پوځ مېړنو ځوانانو او افسرانو د هېواد بقاﺀ په خاطر ?? خپلوځانونو قربانۍ وركړي٬زما پشمول ټول قام د هېواد شهيدانو ته د عقيدت پېرزو??نه وړاندې كوي۔ د شهيدانو كورنۍ د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي ٬٬ ټول قام د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ناسور خاتمې له ?? خپل پوځ سره اوږه په ولاړ دے۔په دې موقع د كيپټن احمد بدر شهيد پلار ووئيل زه ?? خپل زوي په شهادت وياړ لرم٬?? خپل زوي د شهادت څخه ماته حوصله ترلاسه شوې٬زما زوي خو پخپله د شهادت رتبه ترلاسه كړه خو د خلقو ځانونو يې بچ كړل او ترهه ګري يې وژله ۔زه اوس په دې خبره وياړ لرم چې اوس به ما ?? خپل زوي په نامه خلك پيژني۔د شهيد پلار وزيراعظم ته خواست وكړو چې زما د زوي په نامه سكول جوړول پكار دي۔وزيراعظم د هغه په خواهش د عمل كولو باور وركړو۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم مير علي٬شمالي وزيرستان ??ښې د ترهه ګرو سره په بهادرۍ مقابله كښې د شهيد شوي لېفټيننټ كرنل سيد كاشف علي شهيد كور چكلاله ته لاړو۔وزيراعظم د ليفټيننټ كرنل سيد كاشف علي شهيد بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه او كورنۍ سره يې غمرازي ښكاره كړه۔
ټول قام د هېواد څخه د ترهه ګرۍ ناسور تر خاتمې د خپل پوځ سره اوږه په ولاړ دے٬د شهيدانو كورنۍ د ټول قام لپاره د وياړ وړ دي ۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د شهيدوانو كورنيو سره خبرې
Power Shot official entertainment portal
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس