اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د شپږم ستمبر ورځ د ملي عزم٬ همت٬ مړانې او د شجاعت ورځې په توګه ياد ساتلې شي ٬ دا ورځ زمونږ په تاريخ كښې د قامي عظمت٬ سالميت او د خپلواكۍ علامت دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم خپل پېغام كښې ووئيل چې د نن نه 58 كاله اګاهو په نننۍ ورځ زمونږ د مېړني پوځ ځوانانو دا ثابت كړې چې ھغوي د هېواد د پولو په هر قېمت حفاظت لپاره هر وخت تيار او بېدار دي ?? په دې ورځ ټول قام د هېواد حفاظت لپاره ??پل مېړني پوځ سره ??وږه په اوږه ودرېدلي۔ د?? ووئيل دا ورځ خپل هېواد سره ?? وفادارۍ او د قامي خدمت د لوظ د تجديد ورځ سره ??ره ?? وطن ھغه مېړنو ځوانانو ته د پېرزوئنې وړاندې كولو هم ده چا چې د هېواد سلامتيا لپاره ??پل ځانونه قربان كړي۔ وزيراعظم ووئيل د شپږم ستمبر ورځ ټول قام د ايمان٬ اتحاد او تنظيم ھغه مثالي عملي نمونه وړاندې كړې كومه چې د پاکستان بري، بحري او د فضائي ځواكونو د وطن د دفاع جذبه لا په ډاګه كړې۔ د?? ووئيل د هېواد دفاع يوازې تر شپږم ستمبر محدود نه ده بلكې تل لپاره مونږ له د خپل وطن د نظرياتي بنيادونو او د پولو د حفاظت لوظ كول دي۔ انوار الحق کاکړ ووئيل ز??ونږ ھغه ځوانانو ٬ كومو چې د دښمن ناوړه عزائم خاورې كولو سره ?? شهادت مرتبه ترلاسه كړې ده او دښمن ئې خپلې خاورې ته يو انچ هم وړاندې راتللو ته نه دې پرېښودلې ٬ او ټول پاكستانې قام ته بايد پېرزوينې وړاندې كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل نن چې كله پاكستان د انتها خوښۍ٬ ترهګرۍ او بهرني جارحيت په څير بې شمېره ??منيتي چېلنجونو سره مخ دے د پاکستان د سالميت او پرمختګ په ضد د ناوړه عزائمو ناكامه كولو لپاره ټول قام خپل مېړنيو ځواكونو سره ولاړ دے۔ د?? ووئيل د جمو و کشمير د اوږدې مودې شخړه د منطقې امن او سلامتيا لپاره لوے چېنلج دے٬ نړيوالې ورورولۍ له راوړاندې كېدو سره ?? دې مسئلې حل لپاره ??پل كردار لوبول پكار دي۔ د?? ووئيل پاکستان به د خپلو کشميريانو وروڼو خوېندو سفارتي، سياسي او اخلاقي مرسته تر ھغه وخته جاري ساتې تر څو چې په كشمير كشميري اولس ته د دوي د هيلو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق نه وي ترلاسه شوې۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ خپل پېغام كښې يو ځل بيا د 6م ستمبر 1965 شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د?? ووئيل ز??ا پشمول ټول قام به د دې هېواد د شهيدانو او غازيانو خدمات چرې هم هېر نه كړي۔ پاك پوځ زندہ باد، پاکستان، پائندہ باد۔
د شپږم ستمبر ورځ د ملي عزم٬ همت٬ مړانې او شجاعت په توګه ياد ساتلې شي ٬ دا ورځ زمونږ په تاريخ كښې د قامي عظمت٬ سالميت او د خپلواكۍ علامت دے۔ د لنډمهاله وزيراعظم د دفاع ورځې په موقعه په موقع پيغام
Mermaid's Treasure Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری