اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي 28م بدلون بل د سياسي ګوندونو په مشاورت او اتفاق نه پس وړاندې كړې شوې او په دې مونږ د ټولو سياسي ګوندونو مننه كوٶ٬ ترهه ګر كوم مذهب نه لري٬ ھغوي ?? تباهۍ تږ لاره لري٬ د پوځي عدالتونو قانون ختمېدو وخت سره د ترهه ګرۍ نوې لړۍ رامخې ته شوې وې ٬ نړۍ د ترهه ګرۍ مخنيوي له خاص قوانين جوړ كړي٬ مونږ له معذرت لرونكې رويه خپلولو ته ضرورت نشته۔ د نهې په ورځ سېنېټ د 28م بدلون په بل خپلو خبرو كښې د خزانې وزير ووئيل دسمبر كال 2014 كښې د اے پي اېس پېښې نه پس په جنوري كال 2015 كښې دا بل معرفي كړې شوې ٶ۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د وزیراعظم په امر ټولو پارلماني مشرانو سره مشاورت كړې ٶ٬ د خزانې وزير ووئېل د سېنېټ پارلماني مشرانو سره هم مشاورت شوې ٶ او د?? بل وړاندې كړې شوې ؤ ٬ د بل په څلورو نكاتو كښې د بدلونونو پرېكړه شوې۔ ده ووئيل قطبي وزيرستان د ترهه ګرو مركز جور شوے ٶ٬ په جون كال 2014 كښې ضرب عضب عمليات د پېل كولو پرېكړه شوې وه٬ ده ووئېل هر كال بجټ كښې ټي ډي پيز لپاره په اربونو روپۍ بېلولې شي٬ هلته امنيت لپاره ډېر كار شوې٬ ده ووئېل د پوځي عدالتونو موده تر دوو كالو پراخه كولو پرېكړه هم په اتفاق شوې٬ د مذهب او د فرقې نام په ناوړه توګه د كارولو مخ نيوزې شوې ځكه چې ترهه ګر كوم مذهب نه لري٬ ھغوي ?? تباهۍ اېجنډا لري۔
د 28م بدلون بل په ملاتړ د سياسي ګوندنو مننه كوٶ٬ ترهه ګر كوم مذهب نه لري٬ ھغوي د تباهۍ تږ لاره لري
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم