??مر??سر۔ 04 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي په لائن آف کنټرول او ورکنګ باونډرۍ د هندي جارحيت باوجود په هارټ آف ایشیاء کانفرنس كښې ګډون افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه ده۔د افغانستان مسئله پوځي حل نه لري۔ دا م??ئله د افغان اولس د هيلو ترمخه بايد حل كړې شي۔ د پاکستان حکومت او اولس افغانستان كښې امن او استحكام لپاره افغان اولس او حكومت سره دي۔ د سارک مشرانو غونډه ځنډول كېدلو سره سيمه ايزې مرستې له روانو هڅو ته زيان رسېدلې۔ د اتوار په ورځ افعانستان كښې امن او پرمختګ په اړه 6م هارټ آف ایشیاء کانفرنس ته خپل خطاب كښې سرتاج عزيز ووئيل هارټ آف ایشیاء کانفرنس كښې ګډون ما لپاره يو درناوې دې۔ سره د تاؤ تريخوالي منطقه او افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه ده۔ افغانستان ته د پاكستان د لارې د تجارتي اسانيو وركولو عزم لرو۔ پاكستان د تېرو درې لسيزو په مهال د لكھونو په شمېر كډوالو مېلمستيا كړې۔ ملګرو ملتونو سره په ګډه افغان كډوال عزت سره خپلو هېواد ته ستنولو له كار كوؤ۔ د افغان كډوالو په خپله مرضۍ خپل هېواد ته د تللو عمل ته تر 31 دسمبر 2017ء پراختيا وركول كېدې شي۔ مونږ به د افغانستان هر ممكنه مرسته كوؤ۔ سرتاج عز??ز ووئيل د پاکستان حکومت او اولس افغانستان كښې امن او استحكام لپاره افغان اولس او حكومت سره دي۔ ده وئيل سيمه ايزې رابطې معاشي پرمختګ له ضروري دي۔ سيمه ايز استحكام سره سياسي استحكام او معاشي پرمختګ تړلې۔ مونږ دواړه هېوادونه امن او استحكام ته اړتيا لرو۔ ده ووئيل د ??ور??نو لګولو په ځائې مونږ له به مخ په وړاندې تګ پلو پام كول وي۔ په ترهه ګرۍ كښې انساني ځانونه ضائع كېدو څخه بچ كولو له به په ګډه هڅې كول وي۔ د شخړو په امن ناكه ډول حل كولو سره به سيمه ايزه مرسته ترلاسه كړي۔ سرتاج عز??ز ووئيل 7 م هارټ آف ایشیاء کانفرنس آذربائیجان كښې كېدل خوشبين دي۔ د هارټ ایشیاء کانفرنس فورم افغانستان كښې امن او استحكام لپاه مهم كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل پاكستان استنبول مذاکراتی عمل ډېر مهم ګڼي۔
په لائن آف کنټرول او ورکنګ باونډرۍ د هندي جارحيت باوجود په هارټ آف ایشیاء کانفرنس كښې ګډون افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان د عزم څرګندونه ده۔ سرتاج عزیز
مضمون کا ماخذ : Aztec خزانے