کراچۍ 29نومبر (اے پی پی)چیف آف دی نېول اسټاف اېډمرل ظفر محمود عباسی وئيلي دي د دفاعي سېكټر او په خاص توګه د بحري ځواك پ?? ټېکنالوجۍ انحصار سوا كېږي۔ په دې لړ كښې پاك سمندري ځواك د حاضر دور غوښتنې ترسره كولو له په بېلو پرمختيائي منصوبو كار كوي دغسې چې د نېول پلېټ فارمز او سازوسامان آپرېشنل صلاحيتونه لا ښه جوړ كړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده بحريه آډېټوريم كښې د نېوی انجینئرنګ کالج 29 مې د سندونو وېش دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال د نسټ پوهنتون رېكټر لېفټېنټ جنرال (ر)نوید زمان، او کمانډر کراچی رئیر ایډمرل اطهر مختار هم موجود وو چا چې كاميابو ط??لب??لمانو ته سندونه وركړل۔ د کانوکېشن په مهال د انجینئرنګ، مېنجمنټ او انفارمېشن سسټمز څانګو كښې ټول 342 سندونه ووېشلې شو كومو كښې چې 6 پی اېچ ډی?? 37 ??اسټرز او 299 بېچلرز ډګرۍ شامل وې۔ چیف آف دی نېول اسټاف په بېلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو 26 ط??لب??لمانو كښې ميډلز هم ووېشل كومو كښ چې 10 پریذیډنټ ګولډ مېډلز، 3چیف آف دی نېول اسټاف ګولډ مېډلز، 7چانسلرز سلور مېډلز او 6 رېکټر ګولډ مېډلز شامل وو۔ نېول چیف ایډمرل ظفر محمود زده كوؤنكو ته ووئيل چې په خپلو پښو ودرېدو او د هېواد دننه پرمختيائي منصوبو ته خاص پام لرنه كولې شي په كومو كښې چې زمونږ د سباؤن انجينئران بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل هېواد كښې د زده كړو په وده كښې د پاكستان نېوي او NUST کردار د ستائنې وړ دے۔ دې څخه وړاندې د استقباليې په خطبه كښې د پاكستان نېوی انجینئرنګ کالج کمانډنټ رئیر اېډمرل عمران احمد نېول چیف ته هركلې وئيلو سره دده د راتګ مننه وكړه۔ ده ووئيل پاکستان نېوی انجینئرنګ کالج څخه فراغت ترلاسه كوؤنكي ط??لب??لمان د نړۍ په مهمو ادارو كښې خذمات ترسره كوي۔ د کالج نزدې 90 فیصد ط??لب??لمان ګرېجوېشن څخه وروستو د 6 مياشتو موده كښې ملازمت ترلاسه كولو كښې كاميابېږي۔ ده ووئيل پی اېن ای سی به نزدې سباؤن كښې د چين پوهنتونونو سره د مفاهمت دوه يادښتونه لاس ليك كوي چې په سوب به ئې د پرمختګ او زده كړې نورې لارې پرانستلې شي۔ دستورې ته د نسټ پوهنتون رېكټر هم خطاب وكړو
د دفاعي سېكټر او په خاص توګه د بحري ځواك په ټېکنالوجۍ انحصار سېوا كېږي
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب