د خارجه وزير شاه محمود قریشی قامی اسمبلۍ كښې د كورونا وباء په اړه پالیسی بیان


اسلام آباد 11 مئی (اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قریشی وئيلي دي د ټولو صوبائی حكومتونو راضي كيدو نه پس لاك ډاؤن د نرمولو پريكړه شوې ‘ مونږ د خپلو ذمه وارو نه خبر يو ‘ د پاكستان سیاسی قیادت متفقه پريكړه كړې بايد پارلمان راوړاندې شي او خپل كردار ترسره كړي، كورونا د دويم لوئې جنګ نه پس نړۍ لپاره لوئې چیلنج دے ‘مونږ له به د كورونا وبا چیلنج مخ نيوي لپاره يوه متفقه قامی تګلاره جوړول وي، كورونا وباء مونږ څخه تقاضا كوي چې مونږ د چا بد اونه وايو او يواځې د پاكستان كارډ ولوبوو، په دې صورتحال كښې د صوبائی كارډز لوبولو ګنجائش نشته ‘سندھ سره د نا انصافۍ تاثر سم نه دے، احساس كفالت پروګرام په ټول پاكستان كښې نافذ دے ‘ 18م بدلون نه پس د این اېف سی ایوارډ د لارې ټول وسائل صوبو سره دي ‘ مركز سره وسائل لږ دي خو باوجود د دې مونږ 1.2 ټریلیونه روپۍ بيلې كړي كومې چې د فرق نه غير ټولو صوبو له وركولې شي۔ د ګل په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د كرونا وباء په اړه پالیسی بیان كښې خارجه وزير شاه محمود قریشی ووئيل د پاكستان سیاسی قیادت متفقه پريكړه كړې چې بايد پارلمان راوړاندې شي او خپل كردار ترسره كړي۔ د پارلمان د اهمیت څخه څوك انكار نشي كېدې ٬ حكومت د پارلمان احترام كولو سره غونډه په يو نكاتي ایجنډا رابللې ده دغسې چې خپلې خپلې رائې وړاندې كړې شي۔ ده ووئيل كورونا د دويم جنګ عظیم نه پس لوئې چیلنج دے۔ دا به تر هغه وخت چيلنج وي تر څو چې د دې درملنه نه وي معلومه شوي۔ ده ووئېل د دې د واكسينو په جوړولو كښې تر دوو كالو لګيدې شي۔ مونږ له به په دې موده كښې د معمول كاروبار چلولو لپاره اصول وضع كول وي۔ ده ووئيل نړۍ كښې دا مهال 40 لكه څخه زيات كسان ځپلې شوي او دوه لكهه څخه زيات كسان مړه شوي۔ خارجه وزير ووئيل د دې وبا په پيل كيدو د نړۍ كوم هم هيواد دې لپاره چمتو نه ؤ۔ ده ووئيل پاكستان دومره وسائل نه لرل خو بيا هم د لوئې څښتن په فضل زمونږ زيات زيان نه دې شوے۔ ده ووئيل امریكې په شان مستحكم او سوكاله هيواد كښې 80 زره ‘ برتانیه كښې 31 زره ‘ اټاليا كښې 30 زره ‘ فرانس كښې 26 زره څخه زيات كسان مړه شوې۔ ده ووئيل پاكستان پرمختګ كونكے او محمود وسائل لرونكے هيواد دے۔ زمونږ د صحت نظام هم ښه نه دے۔ ده ووئيل پاكستان كښې 29 زره مثبت كیسونه راغلي۔ دلته په 26 فروری په كراچۍ كښې د كرونا وړومبې كيس رامخې ته شوے۔ اشاه محمود قرېشي ووئېل په 26 فروری زمونږ د ټيسټنګ صلاحیت د ورځې 100 تسټونه ؤ اوس زمونږ د ټيسټنګ صلاحیت د ورځې 20 زره ته رسيدلې۔وړاندې 8 لیبارټرۍ وې اوس 70 لیبارټرۍ كاركوي۔ پاكستان كښې 2 لكهه 17 زره خخه زيات ټيسټونه شوي۔ ده ووئيل د آبادۍ په لحاظ سره دا صلاحیت اوس هم كم دے۔دا به زياتولې شي۔ده ووئيل كه د پاكستان د سوئيلي اسياﺀ نورو هيوادونو سره موازنه وكړې شي نو زمونږ د ټيسټنګ صلاحیت د هعغوي په مقابل كښې اوس هم ښه دے۔ شاه محمود قریشی ووئيل د 18 م بدلون نه پس د روغتيا څانګه صوبو سره ده۔ د هغي بدلونونو نه پس سندھ كښې پرله پسې د پیپلز پارټۍ حكومت دے او لس كاله پنجاب كښې د مسلم لیګ (ن) حكومت ؤ۔ كله چې دا ذمه واري صوبو ته وسپارلې شوه نو دواړه ګوندونه په دغه صوبو كښې په اقتدار كښې وؤ۔ بايد مونږ د حقائقو او شميرو له مخې خبره وكړو ۔ ده ووئيل پاكستان كښې د انفیكشن شرح 2.17 فیصده ده۔ دغسې نړيواله 6.8 فیصده څخه زياته ده۔ ده ووئيل مونږ پريكړه چې په دې اړه به د پوهې او اجتماعی سوچ تر مخه پريكړې كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان او د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې دوه فورمز جوړ شوي۔كله چې دا وباﺀ راغله نو په سمدستي توګه نیشنل سكیورټی كمیټۍ راوبللې شوه چې بكښې د څلورو واړو صوبو اعلیٰ وزيران ٬ د آزاد كشمیر‘ ګلګت بلتستان اعلیٰ وزيران هم رابللې شوې وو او این سی سی جوړ شو۔ ده ووئېل د این سی سی په پريكړو عملدر آمد لپاره این سی او سی جوړ شوے۔ د هغې هره ورځ سهار 9 بجې غونډه كيږي۔ده ووئيل مونږ له به د كورونا وباﺀ په چیلنج قابو موندلو له يوه متفقه قامی تګلاره جوړول وي۔ وفاق د خپلو ذمه وارو څخه خبر دے۔ بايد صوبې د لچك څرګندونه وكړي دغسې چې د وفاق په پريكړو عملدرآمد له په زړه پورې كار وكړې شي۔ خارجه وزير ووئيل بین الصوبائی ټرانسپورټ په اړه مونږ د بيلو صوبو بيلې رائې تر نظره ساتلو سره پريكړه كړې۔ ده ووئيل كرونا يوه عالمي وباﺀ ده او په دې اړه قامی ایمرجنسی نافذ ده ۔ ده ووئيل تر څو چې سندھ‘ پنجاب‘ بلوچستان‘ كے پی كے‘ ګلګت بلتستان او كشمیر محفوظ نه وي پاكستان نه شي محفوظ كيدې۔ ده ووئيل هند كښې آر اېس اېس په نګرانۍ كښې د مودی حكومت هند كښې كورونا له مذهبی رنګ وركولو سره مسلمانان د دې ذمه وار ګرځوي۔ مونږ د دغې سوچ غندنه كوو۔ ده ووئيل دا هم وئيلي شوي چې د سيلګرو څخه دا وباﺀ خپره شوې ‘تافتان كښې د سيلګرو لپاره سنټر جور شوے۔ده ووئېل ایران كوم چې د نړيوالو بنديزونو ښكار دے۔ هغوي په سمدستي توګه پاكستانیان هلته څخه راليږلي۔ بلوچستان حكومت په دې اړه ښه كردار ترسره كړے۔ بيا ووئيل شول چې د تبلیغیانو په وجه خپره شوې۔ دا هم يوه نااشنا خبره ده۔ ده ووئيل مونږ د صوبو ترمينځه هيڅ امتياز نه دې كړے۔ د سندھ سره د نا انصافۍ تاثر سم نه دے۔ده ووئيل احساس كفالت پروګرام ټول هيواد كښې نافذ دے ۔ سندھ كښې 26 اربه روپۍ 23 لكهه كورنيو له وركړې شوي۔ ده ووئيل دا مهال این ډی اېم د اړخه 154534 حفاظتی كټس سندھ له وركړې شوي ۔ دغسې فیس ماسك هم پنجاب‘ سندھ او نورو صوبو له د آبادۍ په تناسب سره وركړې شوي۔ ده ووئيل بیروزګاره وګړو لپاره 75 اربه روپۍ بيلې كړې شوي۔څوك چې هم په معيار پوره خيژي روپۍ به وركولې شي۔د برېښنا او ګاز بلونو كښې 7 لكه 70 زره څخه زياتو صارفینو له ریلیف وركړے شوے۔ یوټیلټی سټورونو د لارې ریلیف پیكج دې نه ځانله دے۔ده ووئيل كه دا ايوان وسائل تر نظره اوساتي نو مونږ سره د این اېف سی ایوارډ فارموله شته۔ صوبې سرپلس دي او مركز سره وسائل لږ دي ۔ ده ووئيل وفاقی سوچ په صوبائیت كښې ځان مبتلا كول نه غواړي۔ پیپلز پارټۍ څخه د وفاق خوشبو راتلله ۔ اوس د صوبائی تعصب خوشبو ترې راځي۔ په دې به مونږ له نظرثانی كول وي۔ ده ووئېل كرونا وباء زمونږ څخه تقاضا كوي چې مونږ د پاكستان كارډ ولوبوو ۔ په دې كښې د صوبائی كارډز كوم ګنجائش نشته۔ ده ووئيل نړۍ كښې دا مهال 1 لكهه 10 زره پاكستانیان ګهير دي كوم چې هيواد ته راتلل غواړي۔مونږ 20 زره پاكستانیان هيواد ته راوستې دي۔ پاتې هم راوستل غواړو خو تر هغه وخته په دې صلاحیت كښې زياتوالې نشي كيدې تر څو چې ټولو صوبو كښې د قرنطینه آسانۍ زياتې نه كړې شي

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس