اسلام آباد 25 جنوری(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پي ټي آئي لارښود فواد چوهدري ګرفتاري غېر سياسي ګرځولو سره وئېلي دي فواد چوهدري د ټاكنو كميسون غړو او د هغوي بچو ته په ښكاره دړكې وركړي ٬ په دې د ټاكنو كميسون سېكرټري د فواد چوهدري په ضد اېف آئي آر درج كړے٬ د فواد چوهدري ګرفتارۍ ته دې د سياسي رنګ وركولو هڅه ونه كړی شي٬مونږ د تېرو 9 مياشتو څخه په حكومت كښې يو٬كه مونږ سياسي ګرفتارۍ كولې نو د عمران خان٬فواد چوهدري پشمول د پي ټي آئي ټول قيادت به دا مهال په زندانونو كښې ؤ ٬ادارو ته دړكې وركول٬په كنځلو كولو عمران خان او د تحريك انصاف وياندو ته كه استثنٰی وركړی شي نو بيا دا استثنٰی د پاكستان 22 كروړه اولس او هر سياسي ګوند ته به وركول وي٬دا نشي كېدې چې يو كس دې آزادې ټڼۍ ګرځي٬اولس٬عدليې او ادارو له به پريكړه كول وي چې چرته به كرښهراښكل وي٬ به تېرو لسو مياشتو كښې كوم خبريال نه په ګولۍ ويشتلے شوےاو نه يې پښې ماتې شوي٬عمران خان په خپل دور كښې د خبريالانو غږ غليكولو لپاره هره حربه اختيار كړی٬كوم خبريال به چې هغوي په ضد وېنا كوله٬نو هغه به راتلونكې ورځ پروګرام نشو كولے۔د شورو په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئېل د سهار څخه په ټي وي سكرين د پي ټي آئي لارښود فواد چوهدري ګرفتارۍ په اړه خبرې روانې وې٬ځينې خلق دې ګرفتارۍ ته سياسي رنګ وركول غواړي او دا د اظهار رائے سرهد تړلو هڅه كوي۔دې ووئيل د فواد چوهدري ګرفتاري سياسي نه٬د هغه په ضد د ټاكنو كميسون سېكرټري په كوهسار تهاڼه كښې اېف آئي آر درج كړے ٬فواد چوهدري د ټاكنو كميسون په ضد بيانونه وركړي٬د ټاكنو كميسون غړو او بچو ته ئې ښكاره دړكې وركړي۔دې ووئيل مونږ د تېرو 9 مياشتو څخه په حكومت كښې يو٬د فواد چوهدري پشمول د پي ټي آئي خلق زمونږ په ضد چې كومه ژبه خوځوي٬كه چرې په دې مونږ سياسي ګرفتاري كوله نو دا خلق به د كوم وخت نه په زندان كښې وو۔دې ووئيل عمران خان د كال 2018 نه تر 2022 اختيارات ناجائزه استعمال كړي٬هغوي د خپلو سياسي مخالفينو څخه سياسي انتقام اخستے٬نواز شريف يې په اقامه ګرفتار كړے٬هغه يې نااهل كولو سره د ګوند صدارت څخه اخوا كړے٬دې ته سياسي انتقام وائي۔دې ووئيل نواز شريف چرته هم د ادارو مشرانو ٬ بچو٬د هغوي كورنۍ ته دړكې او كنځلې نه دي كړي ٬نواز شريف به د خپلې لور سره د هرې ورځې په بنيادونو د نېب عدالتونو ته وړاندې كېدو٬ دې ووئېل د عمران خان په حكم نېب او د پنجاب پوليس د نواز شريف د لور په كور چاپه وهلې٬زما په موجودكۍ كښې شاهد خاقان عباسي ګرفتار كړے شوے٬عمران خان بغېر د وارنټ ګرفتارۍ نه سياسي انتقام اخستے۔دې ووئيل د عمران خان وياند او د هغه وزيرانو به په دې ځايونو ناستې سره د ګرفتارۍ څخه وړاندې اعلان كولو چې دوه ورځې پس به رانا ثناﺀ الله او كېپټن صفدر نيولے كېږي۔د اطلاعات وزيرې ووئيل په حكومتي پرېس كنفرنسونو كښې اعلانات كېدل چې كوم كس به كله نيولے كېږي۔د اطلاعات وفاقي وزيرې ووئيل پي ټي آئي د خپل آفيشل ګوند اكاؤنټ څخه د پاك پوځ شهيدانو په ضد كمپائن چلولے٬هغوي مېډيا چينلز كارولو سره په پاك پوځ كښې د بغاوت پېدا كولو هڅه كړی او دا ټول هرڅه هغوي اعلانيه كړي۔دې ووئيل كوم هم سياستدان د كوم بل سياستدان په ګرفتارۍ خوشحاليږي نه٬دا د جمهوريت د روح په ضد كار دے٬د فواد چوهدري ګرفتاري سياسي نه ده٬ په دې فرق به پوهېدل وي۔دې ووئيل د فواد چوهدري په ضد اېف آئي آر كوم سياسي ګوند نه د ټاكنو كميسون درج كړے٬د ټاكنو كميسون سېكرټري د دې اېف آئي آر مدعي دے٬په دې اېف آئي آر كښې د كوم هم سياسي ګوند نامه نشته۔دې ووئيل عمران خان چې كله په فارن فنډنګ كښې ونيولے شو نو هغه د ټاكنو كميسون ته دړكې وركول پیل كړی٬هغه د ټاكنو كميسون ته دړكې وركړي چې كه چرې مونږ يې نااهل كړو نو د هغوي بچي به پرې نه ښودلې شي٬ دې ووئېل پي ټي آئي په څلورو كلونو كښې هم دا رويه خپله كړې٬نن به اولس٬مېډيا او ادارو له پريكړه كول وي چې چرته كرښهراښكل دي٬دا نشي كېدې چې عمران خان دې كنځلې او دړكې هم كوي او هغه ته دې استثنٰی هم ترلاسه شي۔دې ووئيل د ټاكنو كميسون د قانون او آئين له مخې خپل اختيار استعمالولو سره محسن نقوي د پنجاب چيف منسټر لګولے٬پي ټي آئي چې كومې دوه نامې وركړي هغوي دواړو معذرت كړے چې مونږ ستاسو وزيراعلٰی نه جوړیږو٬مونږ چې كومې نامې وركړي ٬ په دې هغوي رضامند نه وو نو بيا الېكشن كمېشن د خپل اختيار تر مخه د چيف منسټر پريكړه كړی ۔مريم اورنګزېب ووئيل دا كوم ډول رويه ده؟دې ووئيل الېكشن كمېشن د قانون له مخې اېف آئي آردرج كړے چې دا تن مونږ ته دړكې راكوي۔دې ووئيل كه مونږ سياسي ګرفتارۍ كولې نو تر ټولو وړومبې به مو عمران خان ګرفتارولو۔دې ووئيل چنن عدالتونو٬سياستمدارو او اولس له د دې لړۍ به مخ نيوے كول وي۔د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې دې ووئيل عمران خان د پنجاب اسمبلۍ ختمولو غصه د ټاكنو په كميسون اوباسي٬الېكشن كمېشن خپل آئيني اختيار سره وزيراعلٰی لګولے ۔دې ووئيل د فواد چوهدري وېډيو كلب مو ځكه مېډيا ته ښودلے چې د هغه ګرفتاري سياسي نه٬مونږ سياسي ګرفتارۍ تېرې كړي٬څوك غواړي چې د پلار په وړاندې لور ګرفتاره شي ؟ ۔دې ووئيل چ د عمران خان په دور كښې عرفان صديقي د شپې په تيارو كښې زندان ته اچولے شوے۔دې ووئيل عمران خان پشان مونږ اختيارت ناجائزه نه كاروو۔دې ووئيل چې عمران خان په خپله مرضۍ سره د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ ماتې كړي٬د آئين له مخې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اعلٰی وزيران تعينات كړې شوي٬په هېواد كښې كوم سياسي ډېډلاك نشته
د فواد چوهدري ګرفتارۍ ته دې د سياسي رنګ وركولو هڅه ونه كړی شي٬مونږ د تېرو 9 مياشتو څخه په حكومت كښې يو٬كه سياسي ګرفتارۍ كېدلې نو د تحريك انصاف ټول ليډرشپ به دا مهال په زندانونو كښې پروت ؤ ۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری