اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بشري قاچاق او د پاكستاني وګړو په غېر قانوني توګه بهر هېوادونو ته په لېږلو ك??ې د ككړو عناصرو په ضد د سختې كارروايۍ هدايت كولو سره په تېر يو كال كښې په ګرده نړۍ ك??ې د دې ډول ټولو پېښو رپورټ غوښتلے او په داسې جرمونو ك??ې د ككړو عناصرو په ضد په ګامونو پورته كولو ك??ې د تاخير كوؤنكو چارواكو په ضد يۍ د كارروايۍ كولو هدايت كړے دے۔ د شورؤ په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم په يونان ك??ې د كشتۍ اپوټه كېدو په پېښه ك??ې د پاكستاني وګړو د مرګونو او د بشري قاچاق مخنيوي په اړه د يوې غونډې مشري وكړه۔ په كال 2023 ك??ې د يونان هم دې سيمه كښېې د يوې دړدېدلې پېښې په نتيجه كښې 262 پاکستانی وګړي مړه شوي وو۔ وزیراعظم د كال 2023 كشتۍ اپوټه كېدو پېښې څخه وروستو د دې ډول عناصرو په ضد په كارروايۍ كولو كښې په سستۍ د ناراضګۍ او غصې څرګندونه وكړه۔ وزیراعظم په بشري قاچاق او بهر هېوادونو ته په غېر قانوني توګه د بې ګناه كسانو لېږونكو افسرانو په ضد د كارروايۍ كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم ووئيل بشري قاچاق په ګرده نړۍ ك??ې د پاكستان د بدنامۍ س??ب ګرځي او د دې مخنيوي له به كوټلي ګامونه پورته كول وي۔ وزیراعظم په دې موقعه د آئي بي اېم اېس نظام په سمدستي توګه د نافذ كولو هدايت وكړو۔ په غونډه ك??ې د بشري قاچاق او د دې مخنيوي لپاره د پورته كړې شوو ګامونو په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم ته ووئيلې شوو چې تر دې دمه 174 کېسونه عدالت ته وړاندې كړې شوي دي په كومو كښې چې څلورو ته سزا شوې ده۔ وزیر اعظم په دې ناوړه فعل ك??ې د ككړو كسانو په ضد د كارروايۍ كولو كښې په تاخير كولو د غم او غصې څرګندونه كولو سره په دې اړه اولسي شعور بېدارولو له د چلولې شوي كمپائن تفصيلات وغوښتل۔ وزیراعظم اېف آئي اے او خارجه وزارت ته په تېر يو كال ك??ې د رامخې ته شوو دې ډول پېښو په كومو كښې چې پاكستاني وګړي شامل وو رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم دا هم هدايت وكړو چې په دې لړ ك??ې دې نړيوالو ادارو سره همكاري زياته كړې شي٬ دغسې چې په سباؤن ك??ې د دې ډول پېښو مخه ونيولې شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو خواجه آصف ٬ سيد محسن رضا نقوي ٬ احد خان چيمه ٬ ع??اﺀ تارړ ٬ خاص مرستيال طارق فاطمي ٬ د وزيراعظم كو کوآرډینېټر رانا احسان افضل او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔
د وزيراعظم د بشري قاچاق مخنيوي اقداماتو كښې د تاخير كوؤنكو افسرانو په ضد د كارروايۍ كولو هدايت
फाइटिंग कॉक इंटीग्रिटी एंटरटेनमेंट एंट्रेंस
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں