رياض 29 اپرېل (اے پي پي) وز??راعظم شهباز شريف وئېلي دي چې د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځه معاشي اړيكې يو نوي دور ته ننوتلې دي ٬راتلونكو ورځو كښې به دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو له بشپړه اقدامات كولې شي ٬ خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې او سرمايه كارو ته آسانيو وركولو لپاره په بشپړه توګه فعاله دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د سعودي عرب د تجارت وز??ر ماجد القصبي سره د خبرو په مهال وكړه چا چې د نړيوال اقتصادي فورم خاص غونډې په موقع ده سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د خزانې او محصولات وفاقي وز??ر اورنګزېب٬د تجارت وفاقي وز??ر جام كمال خان٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وز??ر عطاﺀ تارړ٬د پېټروليم وفاقي وز??ر مصدق ملك او د وز??راعظم خاص مرستيال طارق فاطمي هم موجود وو۔ وز??راعظم ووئيل چې پاك – سعودي معاشي اړيكې يو نوې دور ته داخل شوي دي٬راتلونكو ورځو كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي حجم زياتولو له بشپړه اقدامات كولې شي٬ خصوصي سرمايه كاري سهولت كونسل د بهرنۍ سرمايه كارۍ ودې او سرمايه كارو ته آسانيو وركولو لپاره په بشپړه توګه فعاله دے۔ وز??راعظم ووئيل چې د سعودي عرب پرمختګ او سوكالۍ كښې د پاكستانيانو كردار ډېر مهم پاتے شوے۔ د سعودي د تجارت وز??ر ووئيل چې د ولي عهد او وز??راعظم شهز??ده محمد بن سلمان د ښكاره هداياتو له مخې مونږ پاكستان سره سرمايه كارۍ او تجارت ترجيح وركوو٬د سعودي د كاروباري او سوداګرې ورورولۍ او سرمايه كارو پلاوي به ډېر زر د پاكستان دوره وكړي۔ د هغه وينا وه چې د راتلونكي يو نيم كال په مهال به د دواړو هېوادونو معاشي او تجارتي اړيكې نوې بامونو ته رسولو لپاره به د اهدافو تعين وكړے شي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو په ځوانانو او نوې نسل كښې به د سعودي پاكستان ملګرتيا په اړه جذبې لا په ډاګه كول وي۔
پاك – سعودي معاشي اړيكې نوي دور ته ننوتلې دي٬ دوه اړخيزه تجارتي حجم زياتولو له به بشپړه اقدامات كولې شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Hip Hop Panda Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : ڈوپلا سینا