اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي)د صوبائي رابطو وفاقي وزير میا ریاض حسېن پیرزادہ وئيلي دي د پاکستان او افغانستان ترمېنځه ?? لوبو سيالۍ پكار دي۔ دا خبرې د صوبائي رابطو وفاقي وزير د افغانستان سفير سره ملاقات كښې كړې چا چې د ګل په ورځ ده سره په سپورټس كمپلېكس كښې ليدلې دي۔ وفاقي وزیر ووئيل افغانستان خپل لوبغاړې زدكړو او مقابلو لپاره پاكستان ته رالېږلې شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېن??ه په خاص توګه كركټ او د فټ بال مېچونه كول پكار دي ۔د ايران او پاكستان ترمېنځه ?? ډېوس جام حواله وركولو سره وفاقي وزير ووئيل بايد افغان لوبغالي هم پاكستان ته راشي ولې چې پاكستان كښې د لوبو آسانيو سره سره د امنيت سخت انتظاما?? هم شته ۔ د افغانستان سفير دا خبره خوشبينه ګرځولو سره ووئيل بايد د دواړو هېوادونو تر مېنځه ?? لوبو سيالۍ وكړې شي۔ ده د لوبو د سيالۍ پ?? وړاندېزيز وركولو د وفاقي وزير مننه هم وكره ۔ په دې موقع د صوبائي رابطو سېكتر راجه محمد نادر علي او سپورټس بورډ ډائرېكټر جنرل اختر نواز ګنجیرا هم موجود وو۔
د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د لوبو سيالۍ پكار دي
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس