اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پی پی)د ماحولياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شيري رحمان په پاكستان كښې د اروپائي ائتلاف سفير ډاكټر رينا كيونكا سره ملاقات كړے او هغه يې په سېلاب ځپليو سيمو كښې د روانې مرستې او هلو ځلو او د ځپليو بحالۍ لپاره د نورې تكنيكي او مالي مرستې په اړه خبر كړے ۔ډاكټر رينا كيونكا د سېلاب له امله په شوې تباهۍ د افسوس څرګندونه وكړه او د اروپائي ائتلاف لخوا يې پاكستان ته د مرستې باور وركړو۔وفاقي وزيرې د اروپائي ائتلاف سفير په ملاتړ مننه كولو سره ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې د اروپائي ائتلاف ملاتړ ستائيو او د بحالۍ په په عمل كښې مرستې لپاره د نړيوالې ورورولۍ پلو ګورو۔ دې ووئېل مونږ صوبائي حكومتونو سره په رابطه كښې يو خو مونږ ته د مرستې او تكنيكي وسائلو سخت ضرورت دے ۔ډاكټر رينا كيونكا د سېلاب له امله په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه او د اروپائي ائتلاف لخوا يې د بشپره مرستې باور وركړو
د وفاقي وزيرې شيري رحمان د اروپائي ائتلاف سفير سره ملاقات
مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II