پېنډۍ 25 دسمبر (اے پي پي) د بلوچست??ن په ژوبه او خوا اوشا سمبازه سيمه ??ښې په انټېلي جنس بېسډ اطلاعاتو د ترهګرو په ضد د عملياتو په مهال د ډزو په تبادله كښې يو ترهګر وژلې شوې او د پاك پوځ يو عسكر هم شهيد شوې۔ د آئي اېس پي آر له مخې دا عمليات د مصدقه خفيه معلوماتو په بنياد د بلوچست??ن په ژوب او خوا اوشا سمبازه سيمه ??ښې د تېرو 96 ساعتونو راهسې جاري دي٬ د شهيد پوځي اهلكار شناخت د سپاهي ??ق نواز په نامه شوې څوك چې د ډزو د تبادلې په مهال شهيد شوې او په دې موقع دوه نور ځوانان ژوبل شوي٬ د ترهګرو سهولت كارو د پولې پورې غاړې څخه ډزې كولو سره د دوي مرسته كړې٬ په سيمه ??ښې د نګرانۍ او كليئرنس په نت??جه كښې د اتوار په ورځ سهار وختي د ترهګرو يوه ډله محاصره كړې شوې دغسې چې دوي په پوله د اوړېدو نه ايسار كړې شي دې لپاره ناكه بندي شوې وه چې ترهګرو په امنيتي اهلكارو ډزې پېل كړې۔ د نورو ترهګرو نيولو لپاره په سيمه ??ښې كليئرنس علميات جاري دي
ژوب كښې د ډزو په تبادله كښې يو ترهګر ووژل شو٬ د پاك پوځ ځوان شهيد۔ آئي اېس پي آر
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش