اسلام آباد 20 اکتوبر(اے پي پي) د صدر ډاكټر عارف علوي كور ودانې بېګم ثمينه عارف علوي وئېلې دي د سينې د كينسر په اړه د خبرتيا كمپائن تر اكتوبر محدود كول نه بلكې ټول كال په بشپړه توګه مخ په وړاندې بوتلل دي۔هغې دا خبرې د بريسټ كينسر څخه بچ كېدو لپاره د خبرتيا كمپائن دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔هغې ووئيل د بريسټ كينسر د خپرېدو لويې سبب د خبرتيا نشت والے دے٬د دې لاريون بنيادي مقصد د بريسټ كينسر په اړه د خبرتيا پېغام خپرول دي ۔ هغې ووئېل مېرمنو لپاره ضروري ده چې دوي په خپله د خپل صحت خيال اوساتي۔هغې ووئيل مېرمنې دې د خبرتيا په دې كمپائن كښې خپل كردار ترسره كړي او هره يوه دې نورو لسو مېرمنو ته دا پېغام ورسوي۔هغې ووئيل صحت مندو مېرمنو او خوشحال پاكستان لپاره مونږ ټولو له په ګډه هڅې كول دي۔هغې ووئيل د زر تشخيص د لارې د دې رنځ څخه بچ كېدل ممكن دي۔هغې ووئېسل د كوم ډول علاماتو په څرګندېدو بايد په سمدستي توګه ډاكټر ته مراجعه وكړې شي۔
د سينې كينسر په اړه د خبرتيا كمپائن تر اكتوبر محدود كول نه بلكې ټول كال په بشپړه توګه مخ په وړاندې بوتلل دي۔د صدر ډاكټر عارف علوي كور ودانې بېګم ثمينه عارف علوي د بريسټ كينسر څخه بچ كېدو لپاره د خبرتيا كمپائن دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : bolão lotomania