اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي حکومت او د اطلاعات وزارت د وركنګ جرنلېسټس سره ولاړ دي٬ د پروټېکشن آف جرنلسټس اېنډ ميډيا پروفيشنلز اېکټ كال 2021ء د منظورۍ نه پس د حكومت او ميډيا هاٶسز ذمه وارۍ زياتې شوي ،٬ په تېر دور كښې د خپلو خوښو خبريالانو او د ميډيا ډلو خيال ساتلے شوے٬ مريم نواز د دې اعتراف كړے ، د يو عام كس لخوا سركاري وسائل او اختيارات استعمالول غېر قانوني دي۔ دا خبرې وفاقي وزير د جمعې په ورځ د راولپېنډي اسلام آباد يونين آف جرنلسټس(آر آئي يو جے) پلاوي سره په خبرو كښې وكړې۔ ده ووئيل پروټيکشن آف جرنلسټس اېنډ ميډيا پروفيشنلز اېکټ جوړولو كښې د صحافتي نتظيمونو پشمول ټولو خبريالو ډلو سره مشاورت شوے۔ ده ووئيل په ماضي كښې به خبريالان د مافياز د لاسه قتلېدل او د ژوبل كېدو پېښې رامخې ته كېدې،۔ ده ووئيل په هېواد كښې د ذمه وار صحافت ودې ته اړتيا ده٬ خبريال د دې خبرې بايد خيال وساتي چې هر خبر په حقيقي تناظر كښې وړاندې كړے شي۔ ده دا تاثر مسترد كړو چې پاكستان كښې پرېس آزادي نه لري، ده ووئېل مونږ د خپلې ميډيا د آزادۍ موازنه د فرسټ ورلډ سره كوٶ خو حقيقت دا دے چې دلته ميډيا ته د فرسټ ورلډ نه هم زياته آزادي ترلاسه ده۔ په دې موقع آر آئي يو جے د ورکنګ جرنلسېټس د حقونو تحفظ لپاره پروټيکشن آف جرنلسټس اينډ ميډيا پروفيشنلز ايکټ 2021 په منظورۍ د وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن او د بشري حقونو وفاقي وزيرې د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ پلاوي د وفاقي وزير خبريالانو ته د رامخې ته مسئلو نه خبر كړو او وفاقي وزير د مسئلو په هر ممكنه ډول د حل كولو باور وركړو۔ د پلاوي مشر د آل پاكستان نيوز پېپر اېمپلائز كنفېډرېشن (اېپنك) لوکل چيئرمېن او د آر آئي يو جے عمومي سېكتر محمد صديق انظر كوله او په نورو غړٶ كښې لنډ مهاله صدر رانا رضوان، عثمان خان، فرحت فاطمه او نور عهدېدار شامل وو۔
حکومت او د اطلاعات وزارت د وركنګ جرنلېسټس سره ولاړ دي. د چوهدري فواد حسېن د آر آئي يو جے پلاوي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل