اسلام آباد۔7جون(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي وزيراعظم نن بزنس كنفرنس كښې د پاكستان معاشي پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل وژن كاروباري ورورولۍ ته وړاندې كوي۔ د نهې په ورځ په خپل يو بيان كښې دې ووئيل وزيراعظم شهباز شريف به نن بزنس كنفرنس ته خطاب كوي۔ په بزنس كنفرنس كښې ګرد هېواد څخه كاروباري ورورولي ګډون كوي۔ وزیراعظم به كاروباري ورورولۍ سره په بجټ مهم مشاورت هم كوي۔ دې ووئيل وزيراعظم به په كنفرنس كښې ميثاق معيشت لپاره نېشنل ډائيلاګ پېل كوي۔ وزیراعظم به كاروباري شخصياتو څخه وړاندېزونه اخلي او د خپل حكومت د سباؤن په تګلاره به د دوئي باور ترلاسه كوي۔ وزيراعظم به دې سره سره مالي كال 23 ۔ 2022 لپاره بجټ وړاندېزونه هم ترلاسه كوي۔ دې ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف وژن يو داسې پاكستان جوړول دي چرته چې معيشت وده وكړي ٬ په مستحكم او تل پاتې بنيادونو ترقي وشي ٬ چرته چې بې وزلي او محرومي ختمه شي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل وزيراعظم يو داسې پاكستان جوړول غواړي چرته چې وګړو ته سماجي ٬ سياسي او معاشي حقونه ترلاسه وي ٬ د ژوند د ترخو نه خلاصې ومومي او يو سوكاله ژوند تېر كړې شي
وزيراعظم نن بزنس كنفرنس كښې د پاكستان معاشي پرمختګ او سوكالۍ لپاره خپل وژن كاروباري ورورولۍ ته وړاندې كوي۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش