اسلام آباد۔14اپرېل(اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د نيا پاكستان هاؤسنګ پروګرام ترسېوري لاندې په سرګودھا ضلع كښې نن د شورؤ په ورځ د هاؤسنګ منصوبې بنياد تيګه كېږدي۔ په دې موقعه به د پنجاب اعلی وزير عثمان بزادر هم وزيراعظم سره وي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په ضلع سرګودھا كښې به په 6 بېلو ځايونو كښې د درې درې مرلو 1,175 كورونه جوړولې شي۔ د پنجاب حكومت به دې منصوبې له زمكه او نورې آسانۍ وركوي۔ بېنک آف پنجاب به د مارګېج آساني وركول په خپله ذمه اخلي چې له امله به ئې مستحق وګړي د كور ټول قيمت په آسانو قسطونو كښې ادا كړې شي۔ د دې كورونو الاټمنټ به مستحق وګړو ته د قرعه اندازۍ د لارې كولې شي۔ دې منصوبې لپاره 33,528 خواستونه ترلاسه شوي دي۔ په دې موقع به وزيراعظم خطاب كوي۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې په دې منصوبه تعميراتي كار به نېشنل لاجسټک سېل او فرنټیر ورکس آرګنائزېشن په ګډه ترسره كوي۔
وزيراعظم عمران خان نن د شورؤ په ورځ سرګودھا كښې د هاؤسنګ منصوبې بنياد تيګه كېږدي
مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری