اسلام آباد 18مئي (اے پي پي) وزيرِ اعظم شهباز شريف سره د سندھ وزيرِ اعلي سيد مراد علي شاه د شورو په ورځ ملاقات كړې۔وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ملاقات كښې وزيرِ اعظم ته د سندھ انتظامي او امن و امان په صورتحال تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔وزيرِ اعظم ته په كراچۍ كښې تيرو ورځو كښې رامخې ته شوې د ترهه ګرۍ په پېښو هم بريفنګ وركړې شو۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل شر خوښو عناصرو ته به په كراچۍ كښې د امن خرابولو اجازه نه شي وركولې۔ملاقات كښې اتفاق وكړې شو چې د كراچۍ پرمختګ او سوكالۍ لپاره به وفاقي او صوبائي حكومت بشپره مرستې سره كار كوي
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ