اسلام آباد 09 جون (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په اېډوائس په كراچې كښې د ترهګرې په پېښه كښې حق رسېدليو چينائي وګړو ته د پاكستان حكومت لخوا د مرګ نه پس د تمغه پاكستان وركولو منظوري وركړې. د وزيراعظم دفتر مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف درېو چينائي وګړو ته د تمغه پاكستان وركولو اېډوائس صدر مملكت ته لېږلے ؤ . چينائي وګړي د اپرېل په 26مه نېټه كال 2022م كښې په كراچې كښې د ترهګرې ښكار شوي وو. چينائي ښوونكي د كراچې پوهنتون په داخلي دروازه په ځانمرګي بريد كښې په حق رسېدلي وو. د كراچې د كنفويشس انسټي ټيوټ ډائرېكټر هوآنګ ګيو پهنګ، دنګ موفانګ او چن سائي ته دا اعزازونه وركړے شوي . چينائي وګړو ته د چين پاكستان دوستې لپاره د لويو خدماتو په اعتراف اعزازات وركړے شوي دي
مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں