اسلام آباد 27 اکتوبر(اے پی پی) په جم?? كشمير د هند غېر قانوني او جبري قبضې په 75 كاله بشپړېدو توره ورځ ولمانځلې شوه۔په دې موقع په جم?? كشمير د هند د غېر قانوني قبضې غندنه او د كش??ير كاز لپاره د پاكستان د نه كمزورې كېدونكې عزم پخلې وكړی شو۔د خارجه دفتر وياند ترمخه د بې ګناه كش??يريانو حالت زار رامخې ته كولو او په تېرو 75 كلونو كښې د هند قابضو ځواكونو د ظلم او بربريت پلو نړيوال پام راګرځولو له په ټول هېواد كښې او په ګرده نړۍ كښې د پاكستان په سفارتي مشنز كښې سيمينارونه٬پينل مباحثې او د عكسونو نندارتونو پشمول په لويه پېمانه هلې ځلې وكړی شوې۔صدر٬وزيراعظم او خارجه وزير په دې موقع خپلو خصوصي پیغامونو كښې د كش??يريانو مرستې لپاره د پاكستان د مستقل عزم پخلې وكړو او په نړيواله ورورولۍ يې زو?? راوړو چې په مقبوضه جمو او كشمير د هند غېر قانوني قبضې ختمولو لپاره خپل په زړه پورې كردار ترسره كړي او د بشري حقونو په لويه پېمانه خلاف ورزۍ او د كش??يريانو په ضد جابرانه اقدامات بند كړي۔خارجه وزير د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ صدر او د سلامتي كونسل صدر دغسې عمومي سېكتر ته خطونه ليكلې دي او هغوي يې د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو او كشمير كښې د سنګين صورتحال نه خبر كړي دي۔سفارتكارو ته د شخړيز كش??ير په حقله د هند د مظالمو يو لنډ فلم هم ښودلې شوې٬د ټولو هلو ځلو مقصد د نړۍ پام د 5 اګست 2019 غېر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو ته راګرځول او د هند ناوړه عزائمو يادګيرنه وركول دي۔ كومو چې د شخړيزې سيمې خصوصي حېثيت بدل كړی او د دغې په نتيجه كښې د غندنې وړ ګامونو لړۍ روانه ده چې پكښې د سيمې د آبادۍ تناسب بدلولو هڅې كېږي او د ملګرو ملتونو د چارټر د سلامتي كونسل د قراردادونو او د څلورم جنيوا كنونشن پشمول د نړيوال قانون بيخي خلاف ورزۍ شاملې دي۔هند 75 كاله وړاندې په 27 اكتوبر 1947 په غېر قانوني توګه مقبوضه جمو او كشمير ته خپل پوځونه په زو?? داخل كړي او د هغې وخت نه تر دې دمه غېر قانوني قبضه يې روانه ساتلې۔په دې 75 كالو كښې هند د بشري حقونو په پراخا توګه او په منظم ډول د خلاف ورزو لړۍ روانه ساتلې۔د رياستي ترهه ګرۍ بدترين شكل رامخې ته شوې او د بشري حقونو د اصولو او د انساني قوانين خلاف ورزۍ سره د كش??يريانو د حق خود اراديت جائزه هلې ځلې غلې كولو لپاره غېر انساني طريقې كارولې شوي۔په 5 اګست 2019 د هند د اړخه د مقبوضه جم?? كشمير خصوصي حېثيت په غېر قانوني او په يو اړخيزه توګه منسوخ كولو نه وروستو صورتحال لا خراب شوې۔په تېرو دريو كلونو كښې قابضو ځواكونو 690 بې ګناه كش??يريان ماورائے عدالت قتل كړې دي
په جمو كشمير د هند غېر قانوني او جبري قبضې په 75 كاله بشپړېدو توره ورځ ولمانځلې شوه
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II