اسلام آباد۔17مئی(اے پی پی) د نړۍ 13 هېوادونو خارجه وزيرانو يوه چيټۍ ل??س ليك كړې په كومه كښې چې اسرائيل ته خبردارے وركړے شوے چې هغه په رفح خپل زمكيز بريد څخه شاته شي او فلسطينيانو ته د مرستې سامان رسولو اجازه وركړي۔ د المان خبر رسنې ادارې ډي پي اے د نوموړې ورځپاڼې ساؤتھ جرمن نیوز پیپر د يو رپورټ حواله وركولو سره وئي??ي دي د امریکې نه ځانله د G7 هېوادونو ټولو غړو په څلورو پاڼو مشتمل دا خط د شورؤ په ورځ لاس ليك كړے۔ اسرائیلی خارجه وزير كاټز ته په لېږلي شوي خط كښې خارجه وزيرانو د نېتن ياهو حكومت څخه غوښتنه كړې چې هغه په غزه كښې د تباهي خپرونكي ??شري بحران خاتمې له د رفح كراسنګ په شمول ټولې پولئېزې لارې د مرستې سامان رسولو لپاره پرانيزي۔ په چيټۍ كښې د G7 هېوادونو كومو خارجه وزيرانو چې لاس ليكونه كړې په هغو كښې المان ، فرانس، برطانيه، اطاليا، جاپان ٬ كاناډا ٬ آسټریلیا، ډنمارک، فن لېنډ، نېدرلېنډز، نیوزی لېنډ، سوئيلي كوريا او سویډن ش??مل دي
د نړۍ د 13 هيوادونو خارجه وزيرانو په رفح د اسرائيلي بريد مخنيوي له اسرائيل ته چيټۍ
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil