اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف وئيلي دي افغانستان د سولې او سوکالۍ مستحق دے، دا باید د تیر په څیر د یوازې پرېښودو تېروتنه تکرار نه كړې شي۔ پاكستان چې د نوي افغان حكومت نه كومې هيلې لري هغه د لوئيديزو حكومتونو د هيلو نه مختلف نه دي٬ هغه ټولشموله رياست غواړؤ كوم چې د ټولو افغان وګړو د حقونو احترام وكړي او دا خبره باوري كړي چې د افغانستان خاوره به د كوم هم هېواد په ضد ترهګرۍ له كارولې نه شي ، طالبانو څو څو وارې نړۍ سره پرله پسې رابطې لرلو كښې خپله خوښي ښكاره كړې ده٬ دا نړيوالې ورورولۍ له يوه موقعه ده٬ پاكستان د افغانستان په مثبت لوري مخ په وړاندې تللو كښې مرسته كولې شي بياهم په كابل كښې په نوې واكمنو غېر معمولي اثر او زور راوړلې نه شي ، د طالبانو مالي مرسته او قانوني حېثيت دواړه د نړۍ په لويو طاقتونو انحصار لري ، د افغانستان حوالې سره به د پرله پسې رابطو شريكو مقصدونو ترلاسه كولو امكانات زياتوؤ۔ په نوموړې امريكائي ورځپاڼه “فارن افيئرز” كښې خپور شوي خپل مضمون كښې هغه ووئيل امريكائي صدر جوبائيډن افغانستان كښې د امريكائي پوځي مشن ختمولو سمه پرېكړه كړې۔ هغه ووئيل نن افغانستان له يو انتخاب كول دي٬ يا خو هغه په سخته لاره مخ په ورڼدې تللې شي يا داخلي ناامنۍ پلو بېرته ستنېدې شي۔ دوهم صورت به افغان اولس لپاره زيات ناوړه اغېز لرونكې وي۔ ډاكټر معيد يوسف ووئيل افغان اولس سره سره پاكستان د افغانستان د جنګونو تر ټولو زيات ښكار پاتے شوے دے۔ په كال 1979 كښې د سوويت يونين بريد او بيا د نائن الېون نه وروسته د امريكا په مشرتابه كښې پوځي مهم د پاكستان نه ؤ ولې د دې باوجود مونږ تر څلورو لسيزو معاشرتی ، سیاسی او معاشی زيان سره مخ پاتې شؤ۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ او ناامنۍ دلاسه زمونږ 3.5 ملین وګړې بې كوره شؤ۔ په تېرو 20 كلونو كښې د ترهګر بريدونو په نتيجه كښې مونږ د 80 زره نه د زياتو انساني ځانونو او د 150 اربه ډالرو نه زيات مالي زيان سره مخ پاتې ِشؤ۔ مونږ نن نزدې د 40 لكه افغان كډوالو كوربتوب كوؤ۔ ډاكټر معيد يوسف ووئيل افغانستان كښې مېشته ترهګر زمونږ د پخواني حريف او افغان انټېلي جنس سروسز كښې موجود عناصرو سره په ګډه د پاكستان دننه باقاعدګۍ سره بريدونه كوي۔ هند افغانستان كښې د پاكستاني طالبانو او نورو عسكري تنظيمونو لپاره 66 تربيتي كېمپونه چلوي۔ دې ډلو د هند په مرسته په ګرد پاكستان كښې هدفي وژنې كړي دي او د پاكستان په استاك اېكسچېج ٬ يو لوئے پوهنتون او ګوادر كښې په يو لګژري هوټل ئې هائي پروفائل بريدونه كړي دي۔ دې سره سره هند د يو منظم پروپېګنډا مهم د لارې د پاكستان شهرت ته زيان رسولو له كار وكړو٬ د جعلي خبرونو نېټ ورك كارولو سره ئې د افغانستان د ناكامونو تور په پاكستان لګول وغوښتل۔ دې اړخ ته امريكا په پاكستان فشار سوا كولو چې هغه د افغان طالبان په ضد خپل پوځي مهم تند كړي ولې دا حقيقت دے چې دا ډله پاكستان كښې كومه منظمه موجودګي نه لرله۔ هغه ووئيل افغانستان د سولې او سوکالۍ مستحق دے، د نړيوالو كردارونو ترمينځه په يو بل د تورونو لګولو لوبه او د كال 1990 لسيزې تېروتنې بايد بيا تكرار نه كړې شي۔ دغې صورتحال افغانستان د كورنۍ جګړې او معاشي تنزلۍ په لاره روان كړو او نړيوال ترهګر تنظيمونو ته د مضبوطېدو موقعه ترلاسه شوه۔ د دې نتيجه د نائن الېون بريدونو په صورت كښې رامخې ته شوه۔ ډاكټر معيد يوسف ووئيل د پوهې خبره به دا وي چې نړيواله ورورولي كابل كښې نوي حكومت سره تعميري مشاورت وكړي۔ مقصد بايد دا وي چې افغان وګړو لپاره داسې حالات رامخې ته كړې شي چې هغوي د عزت روزي وګټلې شي او دغسې امن لپاره غوره وضعه جوړه كړې شي۔ دې لپاره هغه هېوادونو له به خپل مثبت كردار ترسره كول وي كوم چې تر دوه لسيزو افغانستان كښی پاتې شوي دي۔ هغه ووئيل پاكستان د پخواني افغان حكومت ختمېدو نه وروسته د مرستې نړيوالو هڅو كښې تر ټولو وړاندې پاتې شوې دې۔ پاكستان نزدې د 20 زره غېر ملكي وګړو افغانتسان څخه وتلو كښې مرسته كړې ده۔ دې سره سره ئې افغانستان ته په بېړنۍ توګه د مرستې سامان هم لېږلې دې۔ دا هڅې مهمې دي ولې افغانستان سره به سفارتي اړيكې لا مخ په وړاندې بوتلل وي۔ ډاكټر معيد يوسف ووئيل د 1990 لسيزې برعكس طالبانو څو څو وارې نړۍ سره رابطه لرلو كښې خپله خوښي ښكاره كړې ده۔ دا نړيوالې ورورولۍ له يوه موقعه ده٬ دغسې دې سره چې طالبان كوم قانوني حېثيت ترلاسه كړي هغې ره به حكومت كښې اجتماعيت ترلاسه كېدل ممكن شي۔ هغه ووئيل د تېرې يوې مياشتې په مهال پاكستان د افغاستان ګاونډي او د سيمه ايزو هېوادونو سره د سفارتي اقدماتو مشري وكړه دغسې چې د سباؤن په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وكړې شي ٬ بياهم لوئيديزه سفارتكاري به سيمه ايزو اقداماتو سره تړل وي دغسې چې د رابطو شريكه ايجنډا جوړه كړې شي۔ هغه ووئيل يوه ابتدائي نقطه يو لوئے ډونر كنفرنس كېدې شي كوم كښې سيمه ايز او لوئيديز هېوادونه يو ځائې جمع كېدو سره بشري او معاشي مرستې له په سمدستي توګه بېلې منصوبې جوړې كړي۔ ډاكټر معيد يوسف ووئيل پاكستان او افغانستان منطقه كښې د امن عزم لري۔ مونږ افغانستان كښې د امن عمل آسان جوړولو له امريكا سره په ګډه كار وكړو٬ د هېواد دننه د ترهګرۍ لعنت سره مخ پاتے شؤ٬ د څلورو لسيزو نه مو د لكھونو په شمېر افغان وګړو كوربتوب وكړو او د هند په ډول د فساد خپرونكو د جارحانه اشتعال انګېزۍ باوجود مو د ستراتيجېكي تحمل په پالېسۍ عمل وكړو۔ پاکستان د سيمه ايزو رابطو او پرمختيائي همكارۍ د لارې يو بل سره معاشي مرسته او سياسي شخړې په غوره ډول حل كول غواړي۔ هغه ووئيل افغانستان دې سيمه ايز ويژن لپاره نمونه جوړېدې شي ولې نړيوالې ورورلۍ له به خپل كردار ترسره كول وي۔ نوې افغان چارواكو سره د رابطو د لارې امريكا او نور نړيوال طاقتونه بشري بحران اخوا كولې شي، د افغانانو د امن چاپېريال كښې ژوند كولو كښې مرسته كولې شي او دا خبره باوري كولې شي چې د افغان خاورې څخه د ترهګرۍ خطره به ټول عمري لپاره ختمه شي۔ دا نه يوازې د دوئي اجتماعي ذمه واري ده بلكې دا د دوئي په ذاتي ګټه كښې هم ده۔ هغه ووئيل يقينا طالبان چارواكو له به دا ثابتول وي چې هغوي په افغانستان كښې د ټولشموله حكومت اراده لري۔
افغانستان د سولې او سوکالۍ مستحق دے، دا باید د تیر په څیر د یوازې پرېښودو تېروتنه تکرار نه كړې شي۔ د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معيد يوسف امريكائي ورځپاڼه افيئرز كښې مضمون
مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے