اسلام آباد 30 ستمبر (اے پی پی) د پاكستان د هوائي پوځ لخوا د خېبرپښتونخوا، سندھ، بلوچستان او سوئيلي پنجاب سېلاب ځ??لو سيمو كښې د ط??ي مرستې، رېسكيو او بيا بحالۍ چارې په بشپړه توګه روانې دي۔ د پاکستان د هوائې ځواک لخوا د جاري كړې اعلاميې له مخې د پاك هوائي ځواك طبي کېمپونه او ګرځنده طبي ډلې سیلاب ځ??لو ت?? ضروري ط??ي مرستې ورکوي۔ د پاك هوائي ځواك ميډيكل كلېكشن پوائنټس هم په سېلاب ځ??ليو باندې د اوبو د لاسه د پېدا كېدونكو رنځونو په تشخيص كښې بوخت دي۔ د پاك هوائي ځواك اهلكارو په سېلاب ځ??لو سيمو كښې ځائي وګړي رېسكيو كړي او دوي ئې محفوظو ځايونو ته منتقل كړي ۔ د پاك هوائي ځواك اهلكارو ځپليو كسانو ته راشن ٬ خوراك ٬ د څښلو پاكې اوبه او د كور نور سامان وركړے۔ دغسې د تېرو 24 ساعتو په مهال د خوراك 18020 پاكټونه ٬ 340 ?? اوبو بوتلې او د خشك راشن 560 پاكټونه ځپليو كورنيو ته وركړے شوي ۔ په دې مهال د هوائي ځواك طبي ډلو د 878 رنځورانو ط??ي معائنه هم كړې ده
د پاک فضائيه لخوا د سېلاب ځپلو طبي مرسته، د رېسكيو او بيا رغونې هلې ځلې روانې دي
مضمون کا ماخذ : ولف گولڈ