جنېوا۔9جنوری(اے پی پی) د پاکستان د سېلاب ځپليو بحالۍ له په جنېوا ٬ سويټزرلېنډ كښې مهم نړيوال كنفرنس نن د ګل په ورځ كېږي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا كنفرنس به په بېلو نشستونو مشتمل وي٬ د همكارانو لخوا به د مرستې اعلانونه كولې شي۔ دا کنفرنس “په موسمیاتی بدلونونو د قابونو موندلو صلاحيت لرونكي پاكستان” سرخط لاندې كېږي۔ د كنفرنس پېل به سېلاب څخه وروستو بحالۍ لپاره پاكستان ته د وركړې كېدونكو وسائلو څخه كېږي۔ په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه رامخې ته شوي زيان ٬ مرستې او بحالۍ سره اړونده خصوصي وېډيو به هم كنفرنس كښې ښودلې شي۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري به كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو مننه كوي۔ په پاكستان كښې د ملګرو ملتونو ريزېډنټ كوآرډينېټر جولين هارنيس به دستوره مخ په وړاندې بيايي۔ وزیراعظم شهباز شریف به په خپل خطاب كښې کنفرس د سېلاب د لاسه شوې تباهۍ او د بحالۍ تګلارې څخه خبروي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونیو ګوټېرس، د فرانس صدر ایمانیول مېکرون ٬ د ترکيه صدر رجب طیب اردوان او د سوېټزرلېنډ فېډرل قونصلر او د خارجه چارو فېډرل ډيپارټمنټ مشر اګنازيو كېس به كنفرنس ته خطاب كوي۔ دغسې د ناروے وزیراعظم جوناس ګار سټور او د اروپائي ائتلاف صدر ارسلا وون ډير ليين به كنفرنس ته وېډيو خطاب كوي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او وزيراعظم شهباز شريف به په ګډه خبري كنفرنس كوي۔ د كنفرنس په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د بېلو هېوادونو لارښودو سره ملاقاتونه كوي۔ وزیرِ اعظم به په كنفرنس كښې د ګډون كوؤنكو پلاويو مشرانو او د لوړې كچې چارواكو سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔ دغسې هغه به د سوئزرلېنډ فېډرل کونسلر اګنازیو کېسس او د اسلامک ډوېلپمنټ بنک صدر ډاکټر محمد الجاسر ٬ د ازبکستان خارجه وزير بختیار سیدوف، د برطانیې د ډوېلپمنټ وزير مچل ٬ د چائنا انټرنېشنل کواپریشن اېجنسۍ چیئرمېن لو زائو ہوئی، د يو اېس اېډ دوهم اېډمنسټریټر ایزابیل کولمین ، سوئيلي آسيا لپاره د نړيوال بانك دوهم صدر مارټن ریئزر سره هم ملاقاتونه كوي
د پاكستان د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره په جنېوا كښې نړيوال كنفرنس نن كېږي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں