شی-آن 08 جون (اے پي پي) وزیرِ اعظم م??مد شهباز شریف وئيلي پاكستان په زړه پورې ډول تاریخی او كلتوري ورثه لري،پاكستان كښې تاریخی او كلتوري ځايونه د بحالۍ نه پس به هغه سیاحتی ځايونو كښې بدلولې شي، د چین حكومت د تاریخی ورثے حفاظت او بحالی د تقلید وړ ده،چین په خپل محنت په نړۍ كښې يو مقام ترلاسه كړې۔د دې خيالاتو څركندونه ده د خالي په ورځ ټیراكوټا وارئیر میوزیم دورې په موقع وكړه۔ وزیرِ اعظم م??مد شهباز شریف د چين ??ورې په موقع شی-آن كښې سره د خپل پلاوي د چین تاریخی ورثې ټیراكوټا وارئیر میوزیم دوره وكړه۔د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاری شوې اعلامیې له مخې تيره ورځ د چین صدر شی جن پنګ وزیرِ اعظم له د خپل آبائی ښار شی-آن كښې ټیرا كوټا وارئیرز میوزیم دورې كولو بلنه وركړې وه۔د دورې په مهال وزیرِ اعظم او د پاكستان پلاوي ته تاریخی ورثه جات تحفظ او بحالۍ او سیاحت ودې په اړه بریفنګ وركړې شوي۔وزیرِ اعظم م??مد شهباز شریف د میوزیم د بيلو برخو دوره وكړه او پخواني چینائي تاریخی ورثے ښكلا او د چين هنر ستائنه كولو سره ئې ووئيل عظیم قامونه د چین په شان خپل تاریخی ورثے حفاظت كوي۔ ده ووئيل دوه سوه كاله پخواني چینائي كاریګرو ه??ر د ستائنې وړ دې،د چین حكومت د دې تاریخی ورثے حفاظت او بحالی د تقلید وړ ده،چین په خپل محنت سره په نړۍ كښې يو مقام ترلاسه كړې۔ وزیرِ اعظم ووئيل د چين ??در شی جن پنګ د دې میوزیم دورے په بلنه راكولو د هغه مننه كوم۔ده ووئيل پاكستان تاریخی او كلتوري ورثه لري،پاكستان كښې هم د داسې تاریخی ځايونو بحالۍ نه پس به هغه په سیاحتی ځايونو كښې بدلولې شي۔ وزیر اعظم م??مد شهباز شریف د ټیراكوټا وارئیر میوزیم دورې په موقع وفاقی وزيران خواجه م??مد آصف، احسن اقبال، م??مد اورنګزیب، عطاء الله تارړ، ډاكټر مصدق ملك، سردار اوېس خان لغاری او رانا تنویر حسېن هم ده سره وو۔
پاكستان په زړه پورې ډول تاریخی او كلتوري ورثه لري،د چین حكومت د تاریخی ورثے حفاظت او بحالی د تقلید وړ ده۔وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف د چین تاریخی ورثې ټیراكوټا وارئیر میوزیم دورې په مهال خبري اتري
مضمون کا ماخذ : raspadinha acumulada