اسلام آباد 23ستمبر (اے پی پی)د ډنمارك حكومت د افغانستان څخه د خپلو وګړو په محفوظه انخلا د پاكستان مننه كړې ۔صدر ډاكټر عارف علوي سره په پاكستان كښې د ډنمارك سفير ليس روزن هولم د زيارت په ورځ ملاقات كړے او د ډنمارك وګړو په سخت وخت كښې په مرسته كولو ئې د ډنمارك حكومت او اولس لخوا د پاكستان مننه كړې ۔صدر په دې مهال ووئېل پاكستان غېر ملكي وګړي او د نړيوالو تنظيمونو غړي په فضائي او زمكيزه لارو راويستلي۔په دې موقع د پاكستان د صحت په نظام كښې د طبي اخلاقيات ودې په اړه د صدر په مشرۍ كښې غونډه وشوه۔د ډنمارك سفير غونډه د طبي اخلاقي طريقو او د ډنمارك د ښه معيار لرونكې روغتيا نظام په اړه خبر كړه۔صدر ووئيل د طب پېشې سره تعلق لرونكو له د اينټي بائيوټكس په غېر ضروري توګه د تجويز رجحان حوصله ماتولو ته اړتيا ده۔په غونډه كښې د نېشنل هېلت سروسز ٬ ريګولېشنز اينډ كوآرډينېشن وزارت پارلماني سېكرټري ډاكټر نوشين حامد٬د هېلت سروسز اكېډمۍ اسلام آباد لنډ مهاله وائس چانسلر ډاكټر شهزاد علي خان٬د فارميسي او ډرګ ريګوليټري اتهارټي آف پاكستان ډائرېكټر عبدالرشيد او د هېلت سروسز اكېډمۍ رجسټرار نديم سجاد ګډون كولو
صدر ډاكټر عارف علوي سره د ډنمارك سفير لېس روزن هولم ملاقات
مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena