اسلام آباد 18جنوري (اے پي پي) وفاقي كابينې د برېښنا په غلا كښې د ككړو عناصرو او د دوي د مرسته كوونكو افسرانو په ضد د كارروائې كولو، د ټولو لويو ښارونو د ماسټر پلان زر ترسره كولو سره د دې عملي كولو او په ښارونو كښې د ګرين اېرياز او د اونو د شمېرې زياتولو هدايت كړے، كابينې په وزارتونو كښې د سېكرټري نه علاوه نور اعلٰی افسران پرنسپل اكاٶنټنګ آفيسر ټاكلو لپاره په رولز آف بزنس 1973 كښې د ترميم كولو اجازه وركړې او كابينې د دې عزم څرګندونه كړې چې حكومت به د كوم داسې اقداماتو څخه ډډه كوي چې په نتيجه كښې ئې كاروباري او معاشي چارو ته زيان رسي، كابينې ته وئيلي شوي د سټېټ بېنك د ترميمي بل په اړه په فېصله سازې كښې د قومي سلامتيا او معاشي بحالې ټول اړخونه په نظر كښې ساتلي شوي، د سټېټ بېنك بورډ آف ګورنر به ټولې پرېكړې كوي د كوم ټاكنه به چې حكومت كوي. د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوو تفصيلاتو له مخې د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي كابينې غونډه شوه. د وفاقي کابينې غونډې ته وفاقي وزير اسد عمر په هېواد کښې د اوميکرون خپريدو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ غونډې ته ووئيل شول د موجوده کيسز شميره د ورځې 5 زره ته رسيدلې ، هاسپټلائزيشن ريټ 2.5 چنده او آئي سي يو ريټ كښې 30 فيصده اضافه رامخې ته شوې۔ د اوميکرون څخه بچ كيدو لپاره په اېس او پيز، د ماسك په اچولو او د ويکسينيشن لګولو په عملدرآمد زور راوړلے شوے ۔ په کابينه كښې اسپيشل ټيکنالوجي زونز په اړه هم خبرې شوي ۔ کابينې ته ووئيل شول اسپشل ټيکنالوجي زونز جوړولو او په کاميابۍ روزګار وركولو سره به هېواد كښې د آئي ټي برآمدات زيات شي۔ حکومت د ټيکنالوجي څانګې پرمختګ لپاره په لويو پروژو كار كوي د كومو چې مثبت نتيجې رامخې ته كيږي۔ قامي اسمبلۍ كښې كوټلې قانون سازۍ او د هېواد په پرمختګ كښې د پارلمان کردار لا قوي كولو لپاره کابينې حکومتي غړو او وفاقي وزيرانو ته پارلمان كښې د خپلې حاضرۍ باوري كولو سپارښتنه كړې۔ کابينه كښې اسټيټ بنك ترميمي بل په اړه هم خبرې شوي ۔ د اسټيټ بنك ترميمي بل د معيشت ښه والي او د اسټرکچرل ريفارمز لپاره زيات ضروري دے۔ کابينې ته ووئيل شول بورډ آف ګورنرز د اسټيټ بنك ټولې پريكړې كوي او د بورډ غړي به د پاکستان حكومت خوښوي۔ دا بل اوس سېنېټ ته راغلے، دا به هم ډير زر منظور كړے شي۔ په تيرو حكومتونو كښې هم د اسټيټ بنك خپلواكۍ لپاره بدلونونه شوې۔دې نه علاوه کابينې ته ووئيل شول سټيټ بنك بدلون بل په اړه پريكړه كولو كښې د قامي سلامتيا او معاشي بحالۍ ټول اړخونه تر نظره ساتلې شوې۔په دې اړه اولس كښې د خبرتيا بيدارولو سپارښتنه شوې۔ کابينې سفارش کړے چې د پارلمان اسټينډنګ کمېټيو كښې د غړو او عهديدارو تعيناتولو په وخت به کانفليکټ آف انټرسټ ترنظره ساتلے شي۔ وفاقي کابينې ته د صنعت او پيداوار وزارت د اړخه د يوريا پيداوار په حقله بريفنګ وركړے شوے۔ سږ كال هېواد كښې د يوريا پيداوار د پاکستان په تاريخ كښې په لوړه كچه ؤ۔ د يوريا ذخيرہ اندوزۍ مخنيوې لپاره په وخت اقدامات شوي۔ کابينه كښې د برېښنا ترسيلي نظام ښه كولو له په اقدامات هم غور شوے ۔ کابينې ته د برېښنا ډسټري بيوشن کمپنيو په کارکردګۍ او لاسز هم تفصيلي بريفنګ وركړے شوے۔ کابينې د برېښنا غلا كوونكو او محکمو كښې موجود د هغوې معاونت کوونكو افسرانو په ضد د کارروائي سپارښتنه كړې۔ کابينه كښې د پاکستان په لويو ښارونو كښې د ګرين ايرياز تحفظ، قبضه مافيه څخه د زمكو آزادولو او د اونو شميره زياتولو له د حکومت په اقدامات خبرې شوي۔ کابينې ته ووئيل شول اسلام آباد كښې تر 2018ء ګرين ايرياز او د اونو شميره كښې واضح کمے راغلے ۔ 2018ء نه پس د حکومتي اقدامات په وجه اسلام آباد كښې نه يوازې د اونو شميره زياته شوې بلكه ګرين ايرياز بحال کړے شوې دغسې قبضه مافيا څخه سرکاري زمكې آزادې كړې شوي۔ وزيراعظم د ټولو ښارونو ماسټر پلان زر تر زره د بشپړولو سره په دې عملدرآمد د باوري كولو او شهري آبادۍ كښې ګرين ايرياز او د اونو شميره زياتولو سپارښتنه كړې۔ کابينې د کامرس وزارت په سفارش بهر هېوادونو كښې د مېشته پاکستانيانو ګاړو په امپورټ كښې د کووډ 19 په وجه په تاخير د معافۍ منظوري وركړې۔د دې منظورۍ نه پس به دغه ګاړي په لسو ورځو كښې دننه د پورټ څخه د کسټم ډيوټي نه کليئر کړے شي كوم چې د تير يو نيم كال راهسې په پورټ ولاړ دي۔ د خزانې وزارت په سفارش کابينې په رولز آف بزنس 1973ء كښې د ترميم اجازه وركړې۔د دې ترميم نه پس به وفاقي وزارتونو كښې د سيکريټري نه علاوه نور اعليٰ عهديدار هم پرنسپل اکاؤنټنګ آفيسر مقرر کيدے شي۔ کابينې د خزانې وزارت په سفارش فرسټ وومن بينک لميټډ له 2019-20ء د 6 مياشتو آډټ څخه استنثنيٰ وركړې او کے پي اېم جي له د 6م كال لپاره د كال 2021ء د آډټ کولو منظوري وركړې۔ کابينې کسان سپورټ سروسز لميټډ كښې د منيجنګ ډائريکټر چوكۍ بيا مشتهر كولو سپارښتنه كړې۔ دغسې د كورنيو چارو وزارت د ويزې مودې څخه زيات په پاکستان كښې موجودو غير ملکي وګړو ته د پاکستان څخه د وتللو موده كښې د پراختيا سمري بيرته اخستي۔دې نه ځانله کابينې د پاکستان ايسنشل سروسز ايکټ 1952ء ترمخه د مجاز افسرانو نوټيفيکيشن منظوري وركړې۔ د كورنيو چارو وزارت په سفارش کابينې United Nation Convention against Transnational Organized Crime Protocol (UNTOC) Protocol to Prevent, Suppress and Punish Trafficking in Person, Especially Women and Children (Trafficking Protocol) توثيق منظوري وركړې۔د دې توثيق سره به غير قانوني هيومن ټريفکنګ مخنيوي له مرسته تر لاسه شي۔ دې نه ځانله کابينې Protocol against the Smuggling of Migrants by Land, Sea and Air (The Smuggling Protocl) توثيق پريكړې لپاره د کمېټۍ جوړولو سپارښتنه كړې۔ د سمندري چارو وزارت په سفارش کابينې د کورنګي فشريز هاربر اتھارټي کراچۍ منيجنګ ډائريکټر اضافي چارج درېو مياشتو لپاره ډائريکټر جنرل پورټس اينډ شپنګ ونګ کراچۍ سيد سيدين زيدي ته د سپارلو منظوري وركړې۔ کابينې د ثقافتي څرګندونې تنوع حفاظت او ترويج په اړه د يونيسکو 2005ء کنونشن توثيق کولو په اړه د قومي ورثې او ثقافت وزارت سمري منظور كړې ۔دې نه علاوه کابينې د پاکستان ريلويز فريټ ټرانسپورټيشن کمپنۍ د بورډ آف ډائريکټرز تشکيلولو منظوري هم وركړې۔ بورډ آف ډائريکټرز كښې عبدار خان، نويد ارشد، طيبه رشيد، فرخ شوکت انصاري او پروفيسر ډاکټر فاخرہ رضوان شامل دي۔ کابينې د ريلوے کنسټرکشن پاکستان لميټډ بورډ آف ډائريکټرز تشکيل نو هم منظوري وركړې۔ بورډ آف ډائريکټرز كښې به اعظم عادل شيخ، شاهد عزيز، فريدالدين احمد، صاحبزادہ منصور علي او ارشد فاروق شامل وي۔ کابينې د آډيټر جنرل آف پاکستان د اړخه ريګوليټري اتھارټيز آډټ لپاره د جوړ شوې کمېټۍ تر حتمي پريكړې د آډټ اجازه موخر کړې۔ دغسې کابينې شفافيت لپاره د خپلواكه آډټ په اهميت زور راوړے۔ کابينې ته د نېشنل اليکټرك پاور ريګوليټري اتھارټي (نيپرا) کلن رپورټ 2020-21ء او د اسټيټ آف انډسټري رپورټ 2021ء هم وړاندې شوے۔ ياد دې وي 24 كلونو كښې په وړمبي ځل د نيپرا رپورټس په وخت جوړ كړے شوے۔
د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د وفاقي كابينې غونډه
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا