اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د اسلام آباد پوليس اهلكار او په بنو كښې په پوسته بريد كښې د شهيد شوي د پاك پوځ عسكر كورنيو سره په ټېليفون غمرازي كړې۔د ايوان صدر مېډيا څانګې له مخې صدر د اسلام آباد جي اېټ بريد كښې د شهيد شوي اسلام آباد پوليس هېډ كانسټيبل منور حسېن كورنۍ ته ټېليفون كړے او هغوي سره يې غمرازي كړې۔صدر د جنورۍ په 13مه نېټه په بنو كښې په پوسته شوي بريد كښې د پاك پوځ د شهيد شوي عسكر سرفراز علي كورنۍ سره هم په ټېليفون خبرې كړي ۔ دغسې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔ده د شهيدانو لوړو درجو او د هغوي كورنيو لپاره د زغم دعا كړې
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار