اسلام آباد 02 (اے پي پي) د لوك ورثه تر سېوري لاندې به اسلام آباد لوك مېله د شپږم اكتوبر د نهې ورځ څخه پېل كېږي او تر 15م ستمبر به دوام لري چې پكښې به د څلورو واوړو صوبو پشمول د ګلګت بلتستان او د آزاد كشمير هنرمندان د خپل فن څرګندونه كوي۔ تفصيلات له مخې د څو لسيزو راهسې پېل كېدونكې دې لوك مېله كښې به بېلا بېل هنرمندان٬ اولسي سندرغاړي او دستكار ګدون كوي ٬ د اولسي ګداګانو لكه اتڼ ٬ شاډوله ٬ خټك ډانس او دهمال وغېره سره به د رباب طبلې او چترالي ستار سره به هنرمندان د مېلې خوند رنګ يو په دوه كوي۔ دغسې د لاسو جوړ كلتوري څېزونه به هم د اولسي نندارت برخه وي ۔ په دې ملس ورځنۍ مېله كښې به د هېواد د كلتور به زړه پورې عكاسي كېږي جې پكښې به د خوراك څښاك څېزونه لكه چپلي كباب ٬ پیښورې قهوه ٬ سوهن حلوه او داسې نور ډېر كورني د رخت څخه جوړ لكه د خامتا جامي ٬ پكول ٬ ديروجۍ سپينه ټوپۍ ٬ څادرې ٬ كالي پتري او د لرګي جوړ څېزونه شامل وي ۔ د اسلام آباد په شكر پړياں لوك ورثه كښې په دې لړ كښې تيارۍ روانې دي۔ ياد دې وي دا لوك مېله د څو لسيزو نه په لوك ورثه كښې منعقد كېږي چې پكښې د هېواد روان كلتور په زړه پورې ننداره رامخې ته كېږي۔ په لوك مېله كښې به عام اولس سره سياسي او سماجي شخصيات او د حطكومتې اعلې عهدېدارو پشمول بهرني شخصيات هم ګډون كوي
لوك ورثه اسلام آباد كښې به د شپږم اكتوبر نهې ورځ څخه لوك مېله پېل كېږي
مضمون کا ماخذ : پشاور لاٹری