اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) سپيکر اسد قېصر وئيلي دي په بې ګناه فلسطينيانو كېدونكي ظلمونه او بربريت دې په سمدستي توګه بند كړے شي٬ په فلسطين كښې په بې ګناه وګړو د اسرائيل جارحيت د غندې وړ او شرمناك دے چې د دې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ سپيكر دا خبرې د ايران خپل همڅنګ محمد باقر قاليباف سره د ټېلي فوني تماس په مهال كړې ۔ ده ووئيل د پاكستان قامي اسمبلۍ د مئي په 17مه نيټه د فلسطين د جارحيت په ضد د غندنې متفقه قرارداد منظور كړے چې پكښې نړيوالې ورورولۍ او ملګرو ملتونو ته په فلسطين كښې د اسرائيل لخوا د جاري جارحيت خاتمې لپاره د اقداماتو كولو په حاجت زور رواړلے شوے ۔ ده د فلسطين په وګرو د اسرائيل په جارحيت د نړيوالو ادارو او د بشري حقونو د تنظيمونو خاموشي د حېرت وړ او ناقابل فهم وګرځوله۔ ده ووئيل په اسلامي هېوادونو كښې د ايران كردار د كليدي اهميت وړ ګڼلے شي۔ ده د اسلامي هېوادونو ترمېنځه اتحاد ٬ اتفاق او د يوالي ودې لپاره د رابطو زياتولو په حاجت زور رواړو۔ په دې موقع سپيكر اسد قېصر د ايران خپل همڅنګ ته د اقتصادي مرستې تنظيم د پارلماني اسمبلۍ په غونډه كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه كومه چې د روانې مياشت په پائي كښې په اسلام آباد كښې كېدونكې ده۔ د ايران سپيکر محمد باقر قاليباف د فلسطين په معامله په اسلامي هېوادونو كښې د اتحاد لپاره د اسد قېصر تحويز سره اتفاق كښې ووئيل اتحاد بين المسلمين د وخت اهم ضرورت دے او هم په دې كښې د اسلامي نړۍ د كاميابۍ راز مضمر دے۔ ده د پاكستان د قامي اسمبلۍ لخوا د اسرائيل جارحيت په ضد د قرارداد د منظورې ستائنه كولو سره باور ښكاره كړو چې د نورو اسلامي هېوادونو پارلمان به هم د اسرائيل د جارحيت په ضد دا ډول طرز عمل خپل كړي۔
سپيکر اسد قېصر د ايران خپل همڅنګ محمد باقر قاليباف سره ټېلي فوني تماس
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی