اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا ماسکو كښې خپل اصولي موقف نړۍ ته وړاندې كړې چې د طاقت استعمال د كومې هم شخړے حل نه دې، روس او يوکرين بايد د خبرو اترو د لارې مسئله حل كړي۔وزيراعظم عمران خان د روس دورې په اړه خپل يو ټويټ كښې وزيرمملکت فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم عمران خان د روس دوره د دې خبرې ثبوت دې چې پاکستان سيمه ايز امن او سلامتيا او اقتصادي پرمختګ لپاره د شخړو په ځائې كوټلې امن له چمتو دې۔ وزير مملکت فرخ حبيب ووئيل وزيراعظم عمران خان دورې په ټائمنګ خبرې كونكو ته معلومه شي چې وزيراعظم د لوئ ميچ لوئ لوبغاړې دې،د كشمير مسئلې نه تر افغانستان او د توان په څانګه كښې مرسته ،دوه اړخيزه اړيكې ، په اسلاموفوبيا خبره شوي ، عمران خان به چا ته هم سر ټيټ نه كړي،نه به د پاکستانيانو سر ټيټ كړي
وزيراعظم عمران خان يو ځل بيا په ماسکو كښې خپل اصولي موقف نړۍ ته وړاندې كړې ٬ د طاقت استعمال د كوم هم سخړے حل نه دې، روس او يوکرين بايد د خبرو اترو د لارې مسئله حل كړي۔ فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2