اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي د خېبرپښتونخوا په بلدياتي ټاكنو كښې (ن)ليګ او پيپلز پارټي عبرتناك انجام سره مخ شوي٬وزيراعظم عمران خان اوس هم د كراچۍ نه تر خېبر تر ټ??لو مقبول ليډر دے٬د خېبرپښتونخوا په بلدياتي ټاكنو كښې تحريك انصاف تحريك انصاف ته م??تې وركړې ٬ لا نيم مېچ پ??تې دے٬اپوزېشن دې پريكړه نه اوروي۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل آيا مولانا فضل الرحمان د خېبرپښتونخوا د بلدياتي ټاكنو نتيجې مني٬كه هغه يې مني نو په كال 2018 كښې مونږ هم بريالي شوي وو۔دا نشي كېدې چې كله تاسو بريالي شۍ نو ټاكنې سپيځلې دي او چې كله تاسو م??تې وخورۍ نو درغلي وي ٬ ده ووئېل بايد مولانا فضل الرحمان په انتخابي نتيجو منافقت ونه كړي٬د تحريك انصاف څخه غلطي شوي ٬په پېښور كښې د تحريك انص??ف كانديد مناسب نه ؤ او دا غلطي مونږ تسليموو۔ ده ووئېل په ټاكنو كښې د م??تې څخه مونږ زده كړه كړې٬په كومو حلقو كښې چې مونږ بريالي شوي يو آيا هلته ګراني نه وه۔ده ووئيل مريم نواز د وړاندې نه د(ن)ليګ په دور كښې د مېډيا كنټرول ك??لو اعتر??ف كړے۔ما د اطلاعات ??زير په توګه ټ??لو چينلو سره يو برابر سلوك كړے۔د يو?? پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پيپلز پارټۍ د بھټو د ګوند څخه سيمه ايز ګوند جوړ شوے۔اوس نه د پيپلز پارټي كومه نظريه شته او نه هغه پيپلز پارټي پ??تې ده
د خېبرپښتونخوا په بلدياتي ټاكنو كښې (ن)ليګ او پيپلز پارټي عبرتناك انجام سره مخ شوي٬وزيراعظم عمران خان اوس هم د كراچۍ نه تر خېبر تر ټولو خوښ لارښود دے۔سېنېټر شبلي فراز
مضمون کا ماخذ : quina acumulada