اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پي ټي آئي چې څومره پېسه په جلسو ضائع كړې كه دا ئې په سېلاب ځپليو لګولې وه نو كېدې شي چې دوه ضلعې پرې آبادې شوې وې۔ د شورو په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل د نارووال سپورټس سټي ريفرنس عدالت خارج كړے٬د عمران نيازي په دور كښې كرپشن شوے٬ پاكستان سېلاب سره مخ دے او عمران خان پرله پسې سياست كوي٬ پي ټي آئي چې څومره پېسه په جلسو ضائع كړې كه دا ئې په متاثرينو لګولې وه نو كېدې شي چې پرې دوه ضلعې آبادې شوې وې۔ احسن اقبال ووئيل عمران نيازي راتلونكې الېكشن لپاره فنډز جمع كوي٬ د شوکت خانم په نامه جمع كړے فنډز ئې په سياست لګولے٬ د ادارو په ضد تقريرونه كوي، ده ووئېل د عمران نيازي مقصد د آئين خلاف ورزي كول دي ۔ ده ووئيل زمونږ پام لرنه د سېلاب ځپليو مرستې ته ده٬ تر څو چې دوي بيا آباد نه كړو په قلاره به نه كېښنو
پي ټي آئي چې څومره پېسه په جلسو ضائع كړې كه دا ئې په سېلاب ځپليو لګولې وه نو كېدې شي چې پرې دوه ضلعې آبادې شوې وې۔ وفاقي وزير احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : اضافی مرچ