اسلام آباد۔15اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د كركيلې پېداوار زياتولو له د اوبو ذخيره كولو ٬ تحقيق او د عصري ټېكنالوجۍ كارولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي حکومت به كرونده ګرو ته د هغوي د محنت بشپړه معاوضه وركوي ٬ كه کوچنې كرونده ګر سوكاله وي نو هېواد به سوكاله وي٬ مونږ به په خواري كښه او بې وزله طبقه د ظلم اجازه ورنكړؤ۔ د مخ په زياتېدونكې ودانۍ حاجت ترسره كولو له د كركيلې پېداوار سوا كول ضروري دي ، د كرونده ګرو خدمت د هېواد خدمت دے ٬ د كسان كارډ د لارې به كرونده ګړو ته نېغ په نېغه سبسډي وركولې شي ٬ په پنجاب ، خېبر پختونخوا، ګلګت بلستان او آزاد کشمیر كښې به هرې يوې كورنۍ ته صحت كارډ وركولے شي٬ په روپۍ فشار عارضي دے ٬ ډېر زر به ختم شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د پاکستان سټیزن پورټل ترسېوري لاندې كرونده ګرو لپاره د خصوصي “کسان پورټل” اجرا دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې مهال نېشنل فوډ سېكورټي لپاره د وزيراعظم خصوصي مرستيال جمشېد اقبال چيمه هم موجود ؤ۔ وزیراعظم ووئيل كسان او مزدور خواري كښ دي او ټول كال په هر ډول موسم كښې خواري كوي۔ حكومت د كرونده ګرو او مزدورانو د مرستې كولو عزم لري ۔ پاك پروردګار د خواري كښ او مزدور طبقې آواز اوري ولې چې د خواري كښ او مزدور آواز د ظالم او طاقتور وړاندې غلې وي۔ هغه ووئيل زمونږ 90 فيصده نه زيات كوچني كرونده ګر دي كوم چې هر ھرډول ستونزو سره مخ پاتې كېږي۔په كليو كښې د دوئي غږ څوك نه اوري۔ وزیراعظم ووئيل مونږ د انصاف تحريك چلولو په مهال دا عزم كړے ؤ چې كمزورو ته به انصاف وركوؤ۔ هغه ووئيل كله چې كوچنې كرونده ګر سوكاله وي نو هغه به نه خو پېسې بهر وړي او نه به لندن كښې فلېتس اخلي٬ هغه به پېسه په خپله زمكه لګوي۔ څومره چې كرونده ګر سوكاله وي د هېواد سوكالي به سوا كېږي۔ وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې د زيات شمېر غواګانو او مېښو باوجود مونږ اوچ پۍ درآمد كوؤ٬ كله هم د پيو پېداوار زياتولو ته پام نه دے ګرځولے شوے۔ په چين او اروپا كښې د پيو پېداوار زمونږ نه څو چنده زيات دے۔ هغه ووئيل د كسان كارډ د لارې به كوچني كرونده ګرو ته سبسډي ترلاسه شي۔ د حشراتو وژلو داروګان او نور مصنوعات به په ټيټه بيعه ترلاسه كېدې شي٬ په كوم آفت كښې به د دوئي مرسته كولې شي۔ د فصلونو حوالې سره كرونده ګرو لپاره انشورنس يو ډېر ښه سكيم دے۔ دې سره به بېنك هم دوئي لپاره قرضې سوا كړي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت د هېواد په تاريخ كښې په لومړي ځل صحت كارډ جاري كړې دې۔ ګلګت بلتستان ، پنجاب ، خېبر پختونخوا او آزاد کشمیر كښې به هره كورنۍ د دې كارډ د لارې تر 10 لكه روپو د درملنو آساني ترلاسه كېدې شي۔ وزیراعظم ووئيل د فصلونو پېداوار به زياتول وي په يو كال كښې زمونږ درآمدي بل 53 فيصده سوا شوے دے۔ هغه ووئيل په روپۍ فشار عارضي دے٬ ډېر زر به ختم شي۔ هغه ووئيل پاكستان د زرعي هېواد كېدو باوجود 40 لكه ټن غنم درآمد كوي، دغسې چيني ٬ دالونه ٬ پام آئل او ډي اے پي هعم درآمد كوي چې له امله ئې د دې څيزونو بيعې سوا كېږي۔ هغه ووئيل اوس به هېواد كښې د ټولو غلو پېداوار زياتولو هڅې كولې شي۔ هغه ووئيل د زېتون د كر انقلاب راروان دے۔ خېبر پختونخوا كښې د دې كاشت زيات كړې شوې دې چې ورسره به د زېتون دومره پېداوار ترلاسه كړو چې مونږ به ئې برآمد كړې شو۔ وزیراعظم ووئيل په تركاريانو كښې ایواکارډو تر ټولو ګرانه سبزي ده ٬ دې كښې غذائيت زيات دے د دې پېداوار هم زياتېدې شي۔ هغه ووئيل د هېواد وداني پرله پسې په زياتېدو ده۔ کسان پورټل به د كوچنيو كرونده ګرو غږ جوړ شي۔ كوم هم كرونده ګر چې كسان پورټل ته رجوع كوي د ده شكايت به نېغ په نېغه چيف سېكرټري ته رسي او د ده د اوبو او نورې مسئلې به حل كولې شي۔ دا څيز به باوري كولې شي چې كوم طاقتور په هغه ظلم ونكړي ولې چې په كوچنو كرونده ګرو د دروغو كېسونه جوړولې شي۔ كرونده ګرو ته د هغوي د خوارۍ بشپړه بدله وركولې شي٬ حكومت كرونده ګرو سره دے۔ دستورې ته د وزيراعظم خصوصي مرستيال جمشېد اقبال هم خطاب وكړو
حکومت به كرونده ګرو ته د هغوي د خوارۍ بشپړه معاوضه وركوي٬ كه کوچنې كرونده ګر سوكاله وي نو هېواد به سوكاله وي٬ مونږ به په خواري كښه او بې وزله طبقه د ظلم اجازه ورنكړؤ۔ په روپۍ فشار وقتي دے ٬ زر به ختم شي٬ وزيراعظم عمران خان
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania